ته مي سوال قبول کړه

عشق اومینه دواړه دجانان راکړه

خدایه محبت کې مې ایمان راکړه

نوروګناهونونه معافي غواړم

خپل دپاچاهۍ نه پاک قرآن راکړه

شپه نه ترسهاره چې یوته اوزه

اوسودخیالوهغه جهان راکړه

بیاچې دسپوږمۍ رڼاکې وګورم

بیاهغه دیدن اوهغه توان راکړه

خدایه ستاقهرونونه توبې کوم

سوله،آزادژوندافغانستان راکړه