دنوم دي زارشم دسیالووطنه
تاریخ دي لوړدي دشملووطنه
هرطرف ګل هرخواآوازدبلبل
دمستومستوپسرلووطنه
په تاکي خاندې دردیدلې زړونه
یي لروبردخوشالووطنه
زماضمیرڅه خوبیَولۍ نه دی
چې به غلط شم په بنګلووطنه
زه به دی مینه په بل ماته نه کړم
دنازَولوګلالووطنه
مخلص دستاپه تاریخ فخرکوم
راسره مل یي ترخیالووطنه
11.09.2009
- جابراحمدمخلص
په پښتومعاصرادب کي داجمل خټک دریځ/څلورمه برخه
ویل کیږي چې داجمل خټک شاعرۍ په پښتوکې هم دشاعرۍ لوری بدل کړاوهم دسیاست.په دواړوکې نوی بدلون راوست اوپلویان اولارویان یې هم ډیرزیات شول.
ښاغلی سلیم رازوایي((داجمل خټک شاعرۍ دشلمې پیړۍ وروستۍ نمیایي پښتون سیاست اوپښتوادب متاثرکړی.په سیاست اوادب یې یوشان اثرات مرتب کړي اوپه عاموخلکوکې یې دانقلابي یون سماجي بدلون جذبه ،ولوله...
11.09.2009
- جابراحمدمخلص
ته مي سوال قبول کړه
عشق اومینه دواړه دجانان راکړه
خدایه محبت کې مې ایمان راکړه
نوروګناهونونه معافي غواړم...