په پښتومعاصرادب کي داجمل خټک دریځ/څلورمه برخه
ویل کیږي چې داجمل خټک شاعرۍ په پښتوکې هم دشاعرۍ لوری بدل کړاوهم دسیاست.په دواړوکې نوی بدلون راوست اوپلویان اولارویان یې هم ډیرزیات شول.
ښاغلی سلیم رازوایي((داجمل خټک شاعرۍ دشلمې پیړۍ وروستۍ نمیایي پښتون سیاست اوپښتوادب متاثرکړی.په سیاست اوادب یې یوشان اثرات مرتب کړي اوپه عاموخلکوکې یې دانقلابي یون سماجي بدلون جذبه ،ولوله اوحوصله پیداکړې ده.))
(4)اجمل خټک اودغیرت یوله بل سره تړلي نومونه دي.دخټک دکومې شاعرۍ ذکرچې ماوکړپه غیرت چیغه کې رامنځ ته شوه چې لاس په لاس به ګرځیدله اودهغه وخت جلوسونه اولاریونونه به په همدغې چغې بدرګه کیدل.ددغې چغې ډیرشعرونه دځوانانوذهنونوکې نقش وواودمثالونوپه توګه ویل کیدل.دغیرت چغې شعرونودهغه وخت په سیاسي اوادبي حلقوکې خوزښت راوست اودسلیم رازپه قول چې په سیاست اوادب کې بدلون ترسترګوشو.استادعبدالله بختانی وایي چې((ځوانانوبه هڅه کوله چې خپل شعرونه په دې لاره روان کړي))