درنولوستونکوسلامونه اونیکي هیلي مواومنۍ!
په لومړي ځل مودرته دیوداسې فعال فرهنګي سره مرکه کړیده هغه مودادب په بیلابیلوبرخوغږولۍ دی هیله ده چې دپام وړمووګرځي داورورمحمدنبی ساحل دی نورموپه منځ کې نه خنډکیږم داتاسواوداهم محمدنبي ساحل.
په ټوله پښتنه اوادبي مینه
مخلص
پرهر:په اول کي که مهرباني وکړي دپرهرويبلاک درنولوستونکوته ځان وروپيژني خوشال به شم؟
ساحل:زما نوم محمد نبي ساحل دى، ژورناليست يم او همدا ګړۍ هم د ژورناليزم په ډګر کې کار کوم.
پرهر: ساحل صيب زياته مننه تایادونه وکړه چی ژورنالیست یم او همدا ګړۍ دژورنالیزم په ډګر
کي کارکوم نودلوستونکوسره به ستادکاروبارسوال پیداشی که ورته روښانه یی کړی چي د کوم تلويزون
ياراديوسره کارکوي
ساحل:ډېر ښه ولې نه، زه دا مهال د افغانستان له ملي ټلويزيون سره د خبري څانګې د مسوول په توګه کار کوم. تر دې وړاندې مې د څه مودې لپاره په اريانا ټلويزيون کې کار کړى..
همدا راز، ما يوه خپلواکه او ناپېيلې درې مياشتينۍ مجله د (لپه)په نامه درلوده، چې دا مهال د زياتو بوختياوو له کبله نه چاپيږي..
پرهر:-ساحل صیب بس لا کامیابی درته غواړو.
ساحل:-مننه ژوندى اوسې له تاسو سره .
پرهر:-که دلپه مجلی په حقله لوستونکوته معلومات ورکړی چی څوګڼی موچاپ کړی دي؟
ساحل:-لپه، يوه سياسي او ټولنيزه مجله ده چې تر دا مهاله يې لس ګڼې چاپ شوېده. لپه د پښتو مجلو په غوره او مخکښو مجلو کې راځي، چې تل يې د وتلو او درنو ليکنې را اخيستي دي او چاپ کړي يې دي.
پرهر:-ساحل صیب که داراته اووایي چي ژورنالیزم دي دخوښي پونځۍ واو که مجبورً دي قبول کړو
لکه اکثروروڼه چی انتخاب یوپوهنځۍ کړی اوکامیاب بل ته شی تاسره هم داسی شوی دی اوکه همداپوهنځۍ دی انتخاب و؟
ساحل:-نه، کله چې ما د کانکور ازموينه ورکوله، د حامد کرزي د واکمنۍ لومړى کال و هغه مهال ژورناليزم دومره نوم نه درلود او نه چا دومره خوښاوه، خو ما د هغې علاقې او مينې له مخې چې له پخوا مې له ژورناليزم سره درلوده يوازينى انتخاب مې وکړ او هغه همدا ژورناليزم و، چې له نيکه مرغه ورته بريالى شوم. له ژورناليزم سره زما د مينې يو لامل د ګوربت او هيلې مجلې لوستل او هميشه د د غو مجلو له ادارو سره زما تماس و.
پرهر:-بس دادي خداي شکردي چي يوارمان خودي پوره شوي دي.
ساحل:-مننه ژوندى اوسې، هو دا ارمان مې پوره شو.
پرهر:-ساحل صیب تاسوخویوفرهنګی هم یاست دپښتوادب دپاره هلي ځلي کوي که په دی اړه معلومات راکړي
اوداهم راته اووایی چی دفرهنګ سره موهم له ماشومتوبه جوړه وه اوکه کله موورته مخه کړه ؟
ساحل :-زما له فرهنګ او ادب سره ان له ماشومتوب څخه مينه وه، زه چې کله په ښوونځي کې وم ما د شعر په نوم يو څه ليکل، چې منظوم يو څه به و خو پدې نه پوهېدم چې شعر څنګه وي او کومې نازکۍ پکې موجودې وي خو کله چې ورباندې پوه شوم زه هېڅ د شعر په کوڅه هم نه وم تللى، د يوه ولس پايښت او بقاء د هغه ولس فرهنګ دى. کله به هم يو ولس او يو ملت ژوندى پاتې نشي، چې فرهنګ يې له منځه ولاړ شي.
پښتون او افغان که څوک نن پيژني څو فرهنګي ځانګړنې لري که خداى مکړه دا ځانګړنې ترينه واخيستل شي نو له نورو ولسونو او قومونو سره به يې توپير په څه کې وي دا مهال افغانستان هم له سياسي او هم له فرهنګي اړخه له يوه خطرناک پړاو څخه تېريږي، داسې لوبه روانه ده چې د سر او پايښت په بيه تمامېدى شي زموږ پر هېواد د امريکا تېرى او اشغال، د ګاونډي هېواد اېران او لوديځ فرهنګي يرغل دا ټول هغه څه دي چې زموږ پايښت او بقاء يې له ګواښ سره مخامخ کړېده..
پرهر:-. بالکل ګرانه ښکلی خبری ته دی اشاره وکړه
ستاپه نظرکي دپښتوادب دپاره څومره کارشوۍ دی
څومره اوڅنګه بایدورته لاوشی اوداوسني ادب اودپخواني ادب ترمنځ څه توپیراحساسوي؟
ساحل:-په افغانستان کې له جهاد وړاندې، پښتو ته څو د ګوتو په شمېر کسانو کار کاوه او د ظاهر شاه واکمنۍ د يوې وسيلې په توګه له پښتو څخه استفاده کوله هېڅکله يې هم په دولتي کچه ورته کار ونکړ خو کله چې جهاد پيل شو او کمونيستانو په افغانستان کې د واک واګى په لاس کې واخيست پښتو ته يو څه وشو په کمونيستانو کې خلقيانو پښتو ته يو لړ سطحي کارونه وکړل خو په کار يې نشو شمېرلى بلخوا د جهاد لور ته او په نوره نړۍ کې پښتو ته پوره کار وشو، هلته ځينو کسانو له پښتو ادب سره د مينې له مخې کار کاوه او ځينو هېوادونو د خپلو سياسي اجنډاوو له مخې اړ ووترڅو خپل کار په پښتو وکړي پښتو راډيوګانې يې جوړې کړې او ګڼې پښتو خپرونې پيل شوې، چې دې کار پښتو ژبې او پښتو ادب ته نوى رنګ او نوى خوند ور وباښه.
پرهر:-تاسومخکې دشعریادونه وکړه نودشعرپه اړه که راته اووایی چي تاسودچااستادۍ لاندي شعرونه لیکلی دی اودچاشعردي زیات خوښیږی؟
ساحل:-ما شاعري نده کړې مخکې مې يادونه وکړه يوازې مې يې هڅه کړې وه.
پرهر:-ښه سمه ده
ساحل:-زما شاعري خوښيږي يانې تل پاتې شعر مې خوښيږي خو شاعر مې نه خوښيږي.
پرهر:- ستاسوپه نظرنن صبا دچاشاعری ده چی تل پاتي به وي اوپه راتلونکي کي به ژوندي وي؟
ساحل:-نه يوازې شاعري بلکې نثر به هم په راتلونکي کې پاتي وي يانې دا چې ښه شاعري او ښه ليکوالي اوږد ژوند لري او تلپاتي وي.
د الفت صاحب شعر او نثر دواړه په يو مقام او يو زور کې پاتې دي، زما په نظر کوم توپير پکې نشته دى
هغه د شپون صاحب خبره، اوس نثر ته ډېره اړتيا شته تر شعر، زموږ ليکوالان او فرهنګيان بايد نثر ته زياته پاملرنه وکړي شپون صاحب وايي، شعر وطن نه شي جوړولى زه بيا وايم دواړه ښه دي، خو اړتيا بيا نثر ته ډېره ده
پرهر:-ساحل صيب زياته مننه
پرهر:-په نننۍ حالاتوکي تاسوګورۍ چي دپښتون دتباه کولودپاره څه څه روان دی لکه ادیبان ادب پوهان اوژورنالیستان وژل کیږی دبیلګي په توګه به ارواښآد عبدالصمدروحانی صیب او ارواښاد جان الله شاهمزاده صیب یادکړو ددی رواني لوبي له وجي به په پښتوادب څومره تاثرات پریوزی؟
ساحل:-دا غميزې دي، دا د ژورناليزم، د بيان د ازادۍ او پښتو ادب په ټولو ډګرونو بد اغېز ښيندلى شي.
متاسفانه دوى د نړيوالې لوبې ښکار شول.
پرهر:-ددی غمیزي ختمولودپاره بایدپښتانه څه وکړی اوکومه لاره اختیارکړی؟
ساحل:-دا يو انتقالي پړاو دى، پښتنو ته ښايي چې ځانونه او سرونه د مبارزې تر څنګ وساتي هسې نه چې د دې خداى بښلو په څېر د نړيوالې لوبې قرباني شي.
پرهر:- له موسیقی سره مواړیکي څنګه دی خوښیږی مواوکنه؟
ساحل:-هو، موسيقي مې زياته خوښيږي او د موسيقۍ يو ښه اوريدونکى يم.
پرهر:- ښه چي خوښیږی دي نوڅنګه موسیقی دي خوښیږی اوکوم هنرمنددي خوښیږی نن صباخودوه ډوله موسیقي چیلږی یوه کلاسیکه اوبله دانوي چي له هندی موسیقی سره زیات نزدیکت لري نوتاته کومه يوه غوره ده؟
ساحل:-زما غزلې خوښيږي او په سندرغاړو کې مې هارون پاچا، ناشناس، نعيم تورى، کلاسيکه موسيقي تلپاتي او مانا لرونکې ده.
پرهر:-مننه ساحل صیب داسوال خودي داسي ځواب کړولکه چی زماځواب دي اخیستۍ وي.
ساحل:-يانې ستاسو هم همدا خوښيږي؟
پرهر:-بالکل سلوکي سل فيصده.
پرهر:-دیوڅوشخصی پوښتنونه ورسته به مرکي ته دپای ټکۍ کیږدوکه خوښه مووی؟
ساحل:-مهرباني!
پرهر:- لوستونکی اکثردمیلمه دی سوال ته سترګي په لاروی که هغه شاعروی ،لیکوال وی اویاهنرمندوی نوکه داراته اووایي چي واده موکړۍ اوکنه که کړۍ مووی څوبچیان لرۍ؟
ساحل:-نه تر اوسه مې واده ندى کړى.
پرهر:-یوه خاصه پوښتنه چې دژوندسره تړلۍ ټکۍ دی مینه موکړی اوکنه؟
ساحل:-څه وايي، فکر کوم چې مينه به د انسان مکملونکى څيز وي هغه سايل صاحب وايي مينه مکمل کړي سړى
هر چا به مينه کړې وي خو توپير به يې په نوعيت کې وي.
پرهر:- له همدی کبله مي دژوندسره تړلۍ ټکۍ ورسره یادکړو خو ته راته ویلۍ شي چي تاکوم قسم مینه کړیده؟
ساحل:-ما خو مينې په څو برخو نه دي ويشلې چې د يو ډول مينې يادونه يې زه وکړم يوازې مې يې څرنګوالي باندې خبرې کړې دي
پرهر:-ښه دينه به تيرشو رابه شوديته چي له خواږواوله ترخوخاطروڅخه دي یوه یوه راته اووایه؟
ساحل:-زه پخپلو خاطرو کې کومه داسې خاطره نلرم چې د خوږې خاطرې په توګه يې تاسو ته ووايم، البته ترخه خاطره مې پر افغانستان د امريکا د يرغل شپه ده چې ما د لومړي ځل لپاره هغه شپه د المان له راډيو څخه واوريدل چې پر کابل توغندويي بريد شوى دى، او له دې سره تړلې ترخه خاطره مې هغه وه چې زه د کابل پوهنتون په شپغالي يا ليليه کې وم چې جنايتکارې امريکا پر عراق بريد وکړ، دا زما په ژوند کې تر ټولو ترخې خاطرې دي
البته، زما ښه خاطره چې زه ترينه متاثر شوى يم هغه د جمهوري رياست لومړني انتخابات و.
پرهر:-دغه اوسني انتخابات ؟
ساحل:-نه تر دې وړاندې يانې په افغانستان کې لومړني انتخابات.
پرهر:-ښه په افغانستان کي هغه ځای راته په ګوته کړه چي ته زیات دسیل لپاره ورله ځي چي دسیل لپاره ستازړه هم هلته تلل غواړي اوپرخصوصیاتویي رڼاواچوه؟
ساحل:-زړه خو مې غواړي چې د افغانستان هر ښکلي ځاى ته ولاړی، ټول افغانستان ښکلى دى زما ايډيال دى، خو وس مې يوازې په کابل کې په پغمان، سالنګ رسيږي او کله چې هوا سړه وي وس مې په ننګرهار او لغمان رسي
کله چې هوا سړه شي يانې ژمى زما د تفريح ځاى جلال اباد دى، کبان خوړل مې دا مهال خوښيږي، نرمه هوا لري سړى د راحت احساس پکې کوي همدا راز سالنګ او پغمان په دوبي کې سړه هوا، ښې ميوې او ښکلي او د سيل وړ ځايونه لري.
پرهر:-په ملګروکي دي راته ترټولوزیات خوږدوست خودلۍ شي ځکه چي ملګری خوهم یوله بل سره توپیرلری؟
ساحل:-له نيکه مرغه زه زيات ملګري لرم، زما په ځانګړنو کې يوه دا ده چې زيات ملګري لري.
نږدې ملګري مې، ډېر دي که غواړې نومونه به يې درته ووايم؟
پرهر:-مهرباني وکه.
ساحل:-نذير احمد نذير، اسد دانش، مطيع الله اباسين، حکمت سروش، هميم جلالزى، عبدالاحمد محمديار، مصطفى نورزى، قاري امرخيل، او نور..... ...
پرهر:-په آخرکي دپرهردرنولوستونکوته که څه پیغام لری نومهرباني وکړه.
ساحل:-مننه، زما د پرهر ټولو لوستونکو ته پيغام دا دى چې مطالعه وکړي او تل لوستونکي پاتې شي.
پرهر:-ساحل صیب یوه دنیامننه درنه کوم چي زماغوښتنه دي په ورین تندی ومنله سره دخپلوزیاتومصروفیاتونوموخپل قیمتی وخت زماپوښتنوته ځانګړۍ کړاوزما پوښتني موپه ورین تندی ځواب کړی..
ساحل:-له تاسو څخه هم مننه، چې زه مو د مرکې وړ وبللم.
پرهر:- ساحل صيب بیاهم زياته مننه خدای دی راته همداسې تانداوهڅاندلره.
ساحل:-آمین له تاسره.
پرهر:-په خداي موسپارم
ساحل:-په مخه دې ښه
پرهر:-مننه.