دغم ویرونه دي چې لــــــــــــــــــــــــرګورم یابــــــــــــــــــــــــــــــرګورمه
چې کوم خواګورم دخپل ژوبل زړه پرهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــرګورمه
ظاهردوستاپټ دښمانان په ساحل ناست دي تماشي یي کوي
دغم څپــــــــــــــــوکې راګېرشوی پیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــښورګورمه
ګوره پنجـــــــاب کراچــی خلک په کې خوب اوخنداګانې کوي
دپښتنوکورپښتونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــخواه کې زه محشرګورمه
زه دی هلاک شم چې کابـــل هلمـــندهمداسې خدایه ونه ګورم
لکه چې څنګه خپل زړګـــــــــــئ اوخپل ځیـــــــــــــــــــــګرګورمه
دچاسازش دی خدایـــــــــــــــــــــــــــه ته پکې ډیرښـــــــه پوهیږی
چې وروردوروراوپـــــــــــــــــــلاردځوی نه مـــــــــــــــــرورګورمه
مخلصه دغه طمعه نشته چې پوره به شي په داسې حــــــــــال کي
چي پښتونخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــواه کې به دامن ګلـــــوکرګورمه