)1(مبتکرخیال
داهغه شی دی ،چې دانسان ادراکاتوته یونوی صورت ورکوي اواکثرشاعران یې دتشبیه واستعارې په ډول پخپل کلام کې پیداکوي لکه دحمیددابیت:
دازماله غمه شین زړه پکې خیال دیاردشونډو
هسې رنګ زیب وزینت کالکه مۍ په شنه پیاله کې
....................
مګرکه څوک دکلام په موضوع اواسلوب کې دتخیل له ابتکاراونویتوبه کارواخیستلی شي ،نسبت هغه تخیل ته چې په تشبیه اواستعاره کي وي؛زیات اهمیت لري اوتخیل دغه رازبداعت ډیرلږاونادرهم وي،چي یومثال یي دیوه انګلیسي شاعریوشعردی،چې ددنیالوی لوی خلک دسعادت په طلب کې په دې ډول تصویروي:
چې یوښاردی،چې دیوالونه یي ډیرجګ اودروازه یي ډیره وړه اوتنګه ده ،داښاردسعادت ښاردی،چي دجهان نوموړي اولوی لوی خلک ورپسې ګرځي.دې دروازي ته یولوی حربي سړی راځي،چې ډیرهیوادونه یي فتح کړي دي اوپه ډیرودښمنویي بری موندلی ،مګرددې لامه چي عسکري لباسونه اواسلحې یې په غاړه دي په دغه دروازه نه شي ننوتلی اوحیران دریږي.
ورسته ترده یولوی عالم له خپل علمي لباس اوغټو غټوتالیفاتوسره راځي اودی هم په دغه دروازه دخپل ځان دځاییدوامکان نه ویني،په ده پسې نوردسیاست اومال خاوندان رارسیږي اوهریودلته حیران دریږي،چې څه وکړم؟په دي حال کي یوه کوچنۍ جنۍ راپیدا کیږي اوپه ډیره خوشالئ په دغه دروازه ننوزي اوبیاڅه شیبه ورسته بیرته راوځي دوی ته وایي چي ولي ولاړیاست؟دوی وایي دروازه وړه اوموږنشو ننوتلی،هغه وایي کالي اواسبابونه ورغورځوئ اوننوځئ!دوی یوبل ته ګوري اومترددکیږي ،مګرجنۍ اصرارکوي چې هلئ ژرشئ،چې ډیرعجیب ښاردی هرڅه پکي شته،په دي ډله کي یوتن خپل کالي غورځوي اوننوځي،هغه نورهم چې ده ته ګوري هرڅه له ځانه لرې کوي اوښارته داخلیږي".
ددې شعرښایست اوجمال دتخیل له ابتکاره پیداشوی اودتخیل ابتکارپه اصل مضمون اودبیان په اسلوب کې ځای لري.
..........................
په پښتوکي هم چاپه ارزوباندې څه لیکلي،چې خلاصه یي داده.
"هلته لري دغره په لمن کې دلمرپلوشوته څه شی ځلیده،ماګومان کاوه چې ډیرقیمتي څیزدی اوله کوم معدن څخه کومه قیمت بهادانه راوتلې ده.په همدې ګومان ورروان شوم اوډیرخوشاله وم ،چې هلته ورسیدم ګورم چې دښيښې یوه ماته ټوټه پراته ده اونورهیڅ نشته داوه زماارزواودارزواغازاوانجام."