په سرکي بایدیادونه وکړم چي دهمدي خورسمیراکوچۍ لیکنه مي داریوب ویبلاک نه راخیستي ده بله خبره ده چي ددي لیکني کاپي کولونه بغیرزماپه لیکنه ددرنولوستونکوسرنه خلاصیده.اوداریوب ویبلاک مسؤلینونه ددي لیکنی کاپي کولو زیاته بښنه غواړم په دي هیله چي معاف به موکړي .
مخلص
يوه گیله او زما وروستنى شعر / سميرا کوچئ
08.09.2009 12:26
يوه ګيله او زما وروستنى شعر / سميرا کوچۍ
څو ورځې کېږې په انټرنټ د خپرېدونکو شعرونو د تبصرو په برخه کې يو ورور دې ته زړه ښه کړى چې په ځينو شعرونو يوه ليکنه وکړي او د نوموړو شعرونو تر شا اصلي څېرې خلګو ته روښانې کړې همداسې زما د يوه شعر د تبصرو په برخه کې يې هم دا خبره ليکلې ده.
زه نه پوهېږمه دا ورور په څه ډول د دې شاعرانو اصلي څېرې لټولې او د خلګو په نظر کې يې په څه ډول تصويرول غواړي، د نورو شاعرانو خبره ځکه نه کوم چې نه مې يو ليدلى ده او نه هم ور سره اشنا يمه، د ځان په باب به دومره ووايم چې زما په شعرونو زما د ژوند ملګرى او د کور غړي هم نه دي خبر نو دا ورور به څنګه خبر وي چې زه څوک يم، شايد دا ورور يوه ټکي ته ګوته ونيسي او هغه دا چې مردانه احساسات په کې کارول شوي، وجه يې دا ده چې موږ په پښتو ژبه کې ډېري کمي داسې شاعرانې لرو چې په ازادو تورو يې د زړه خبرې ليکلي وي، د نورو ټولو په ستونو کې غږونه زندۍ شوي او د ايمن اداس په څېر د څو ګوليو په ګوتو د ژوند هر څه ترې قبضه شوي دي، پروين ملال د پښتو ژبې يوه منل شوې شاعره ده زه يې يو شعر دلته ليکم تاسو وګورى چې په شعر کې يې څه ډول احساسات کارول شوي
سترګې دي زما په لور کږې کړه درنه ځمه
بلې په لمبو کې ته ډيوې کړه در نه ځمه
ما د جام په ملا د تمنا لاسونه ايښي دي
ډکې راته دا تشې پيالې کړه درنه ځمه
زه د اغزو منځ کې د ګلانو امتحان اخلم
باد مې په دې سر خاورې ايرې کړه درنه ځمه
اوښکې مې د ستورود ماښام سره سلګۍ وهي
پورته مې د غم دا جنازې کړه درنه ځمه
ستا د نظر تورو ته د زړه زخمونو وخندل
پاته مې په زړه باندې نغمې کړه درنه ځمه
پرخې د ګل غوږ کې په کراره داسې وويل
شونډې دي په اوښکو زما لندې کړه در نه ځمه
يو شاعر يا شاعره په شعر کې هغه ماحول تصويروي چې ژوند په کې کوي او مطالعه يې لري، بل خوا نارينه د ښځو په نسبت د شهرت زيات ليوال دي چې ښه مثال يې همدا ورور ده چې نه غواړي يو تکړه شعر چې بايد يوه نارينه شاعر ته منسوب وي د يوې ښځي په نامه خپور کړل شي، نو دا خبره به څنګه و منو چې يو نارينه شاعر دي خپله ټوله شاعري تر يوه نا معلوم ښځينه نامه ځار کړي، فکر نه کوم چې هېڅ د عقل خاوند دي دا خبره ومني.
که له دې ليکوال ورور نه يوه پوښتنه وکړم شايدپه ځاى وي او هغه دا چې دې ښاغلي ورور د هغو مجاهدو وړونو په باب چې د ښځو بورقې يې په سر کولې او د وطن له دښمن سره په يوه ډول نه يو ډول جنګېدل هم يوه ليکنه کړې کنه؟
ما نه غوښته په دې باب څه وليکم خو د دې ليکنې اړتيا مې ځکه احساس کړه چې يو طرف غواړم خپلو شعرونو ته خاتمه ورکړم او بل طرف شايد څو نور معلوماتي ټکي د همدې ورور په ليکنه زيات شي.
په پاى کې له هغو ټولو ليکوالانو نه چې غواړي په ورته موضوع ليکنه وکړي زما هيله دا ده چې تاسو بايد له هر څه نه مخکې د هغو جنکيو د تعليم مخه ډب کړئ چې يا په بديو کې ورکړل شوي وي، يا په يوه نه يو ډول يې د ژوند حقوق غصب شوي وي او يا يې هم په مخونو تېزاب شيندل شوي وي اومه پرېږدئ چې د قلم ژبه زده کړي کنه بيا به يو بېل قيامت قايم وي چې مخه به يې په کومه ليکنه نه نيول کېږي.
زمايو وروستنى شعر
نه توره يې په کار ده نه وسله غواړي خاونده
په تشو احساساتو جنګېده غواړي خاونده
دې ډېرو نفرتونو دومره ډېر دي وېرولي
د يار تر ديد تېرېږي سترګې نه غواړي خاونده
په دې پسې به دا وي، دغه کونډه په دعا کې
و خپلې پېغلي لور ته حوصله غواړي خاونده
چې ستوري په کې نه وي او چې لمر په کې ډوب نه شي
زموږ ښاغلې داسې يوه شپه غواړي خاونده
که وار د کوچۍ راغى او له نيته دې پوښتله
يو ځل د حق د چيغې اجازه غواړي خاونده
يادونه: - ايمن اداس د پښتو ژبې هغه سندرغاړې ده چې د خپل ورور له طرفه په خپل کور کې په دې ګناه چې ولې يې سندرو ته مخه کړي د تومانچې په ګوليو وويشتل شوه او شهيده کړل شوه
سميرا کوچۍ
درنولوستونکوسلامونه اومینه!
غواړم دیوشاعرورورپه صفت باندي دسمیراکوچۍ خورګیلی ته یوڅوټکي ولیکم هغه داچي هغي دکوم یوورورنه ګیله کړیده اولیکلي یي دي چي زه به خپلوشعرونوته خاتمه ورکړم نوخدای دي نکړي چي دپښتودادب په بڼ کي دی له مونږنه یوګل هم کم شي. ګرانی خورته به دومره اووایم چي خوري ستاګیله په ځای ده خودشعروشاعرئ سره دي د خدای په اماني نه منم اوبله داخبره چي که یوه ښځه یي اوزه نریم خورجانی دغه سلوک یوازی دښځوسره نه بلکه زماپه څیرډیرو نویوځوانانوسره هم داسي شوی اول دخپل ځان خبره درته کوم چي ماته هم دکورنئ له خوادغه شان ګواښونه شوي دي اوانتقادونه شوي دي خودي پسي به نه ګرځوهغه یومتل دي چي وایي )ړانده آئینه کي خپل ځان نه شولیدلی نونوروخلکوته یي ویل چي دي کي ځانونه مه ګورئ شٍِرق دی.(. زه ستااحساساتوته سلام کوم چی ته په پټه دوطن وطنوالودرداحساساوی اودشعرپه پاڼوکي یي رانغاړی.اوهغه ورورته به زه دومره اووایم چي ته چي کوم حرکت کوي هغه به چاته ګټه ورنکړي سیوادي تاوان نه زماپه خیال به دغه هسي عبث خبره وي چي دیوی خورپه شعرکي که نارینه احساسات ښکاري نوهغه شعردی هرومرودکوم نارینه شعروي خودیتا موفکرنه دی کړۍ چي څومره وروڼه دي چي دهغوپه شعرونوکي ښځینه احساسات ښکاري ولي په هغوانتقادنه کووچي داشعردکومي ښځي شعردي نن صبا نړیوال جال )انترنت(دومره پراخه شوئ دي چي هرچاته رسیدلئ دئ بس هرسړئ لیکني پکي کوي په نرانوخوهیڅوک هم داسي تورنه شي لګولئ په ښځوشاعرانوخویي ځکه لګوې چي هغه خوهسي هم میدان ته نه شي راوتئ خوبس راځه یوڅه ورپسی ولیکه نوخلک به دی وپیژني خویوانتقاددي اوبل تورهرانتقادیونه یودلیل لري اوتورهغه څه دی چي هیڅ دلیل نه لري دبوسولاندي اوبه بهه وي .اوکنه بیاداوروردا ادعاکوي چي ماتورنه دي لګولئ انتقاددی نودلیل دي ده تول افغان ویب پاڼي ته ولیږي چي ټول پښتانه یي وګوري اودرنه خوربه دخدای له ډاره صحیح یاغلط اووایي دصحیح ویلو سره به په درانوي سره دشعرله نړئ سره خدای په اماني وکړي اودغلط ویلوپه صورت کي دي دغه محترم ورورپه عزت سره دنوروپښتنوپه جذبواواحساساتو بل الخصوص دخویندوپه جذبواواحساساتود خاورواړولوڅخه ډډه وکړي.
ستاسوخدمتګار
جابراحمدمخلص