پښتونخواه
پښتونخواه غنچه دګلو
پښتانه پکي ګلونه
ننګ خوشبوورځنی خیږي
پکي خاندي غمجن زړونه
عزتمندومیلمنونه
دعزت ډکی حجری دي
درنګینوپسرلونه
ډکی دشتي اودَری دي
دي خبرموکارنامونه
ددښمن زړه ولي پری دي
الفتونه پکي اوري
بارانونه بارانونه
هرطرفته تاریخ خوردی
په دنیاکې دښاغلو
دبلبلوپکې شوردی
دې یوباغ دزیړوګلو
دپښتودحسن زوردی
پښتونخواه کوردې دښکلو
همیشه وي ګَرم ګَرم
دیارانومحفلونه
دتورخم مثال ډنډردی
بلبلان پاس پري چغیږي
یومالیاریي چې سپین غردی
ډیرزړګئ یي پرې خوږېږي
ددامې ځای یي خیبردی
پکې ستړي دمه کیږي
پیښوراوکابل دواړه
دي یوبل طرف څانګونه
ډک دخونداودسروردی
بیماران پکې رغیږي
په دنیاکې مشَهوردی
محفلوکې ستایل کیږي
مخلص ځکه پرې مغروردی
دایشیازړګئ یادېږي
مونږته داخړې جونګړی
دې بنګلي هم محلونه
09.09.2009
- جابراحمدمخلص
دغم ویرونه دي چې لــــــــــــــــــــــــرګورم یابــــــــــــــــــــــــــــــرګورمهچې کوم خواګورم دخپل ژوبل زړه پرهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــرګورمهظاهردوستاپټ دښمانان په ساحل ناست دي تماشي یي کويدغم څپــــــــــــــــوکې راګېرشوی پیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــښورګورمهګوره پنجـــــــاب کراچــی خلک په کې خوب اوخنداګانې کويدپښتنوکورپښتونــــــــــــــــــــــــــــــــ...
09.09.2009
- جابراحمدمخلص
دلیوني هرخواناری دي یارهچي راپسې دچاښیری دي یارهځکه خوخورم په هرقدم کې تیندکدژوندپه لارکې مي تیاری دي یارهخوب اوخنده مي په نصیب کې نشتهژړاسلګئ اوشوګیری دي یارهداپرې دغم ساړه بادونه تیرديداچي می شونډي داسي پرې دي یارهدستایادونه مي مدام ژړویرنګ مې تغیرسترګې سری دي یارهپه مامخلص پروت ستادمیني توردیځکه په هرقدم خطری دي یاره...