غشي دبڼودې برابرلګي
کله مې زړګی کله ځیګر لګي
زه ورته جوړچاپه ګوته کړی یم
کاڼی چي راځي زما په سرلګي
زه یي چي هرلوري ته جارباسمه
داسپیره تندی مې ستاپه درلګي
ستادخوږې ژبې دعاګویمه
مه کوه ښیرې په مااکثرلګي
نن چې ورته یارپه مینه وکتل
اوس به داسرارولې نظرلګي