مینه سرکې څه آسانه غوندي ښکاري
رسوَل یي سرته ګرانه غوندي ښکاري
نه هغه راځي، نه زه ورځم تپوس له
داخبره خوڅه ورانه غوندي ښکاري
زړه کې وایي چي لاهغسي ژوندی دی
ماچي وویني حیرانه غوندي ښکاري
معلومیږي چي مي خیردزړګي نشته
نن په ماچې مهربانه غوندي ښکاري
دلته شته دی دمجنون دپښوخاپونه
داصحراراته ودانه غوندي ښکاري
مشغولالره یې راشه دیارخیاله
زړه مي ستړی اوستومانه غوندي ښکاري
ستادیدن ځکه دسرپه قیمت اخلم
داسوداراته ارزانه غوندي ښکاري
هغه روح چې دمحفل دی څوک خبرکړئ
مجلسونه ،څه بي جانه غوندي ښکاري
تصوردي داسراردلاري مل شو
لاردژوندځکه روښانه غوندي ښکاري
07.09.2009
- جابراحمدمخلص
غشي دبڼودې برابرلګيکله مې زړګی کله ځیګر لګيزه ورته جوړچاپه ګوته کړی یمکاڼی چي راځي زما په سرلګيزه یي چي هرلوري ته جارباسمهداسپیره تندی مې ستاپه درلګيستادخوږې ژبې دعاګویمهمه کوه ښیرې په مااکثرلګينن چې ورته یارپه مینه وکتلاوس به داسرارولې نظرلګي...
07.09.2009
- جابراحمدمخلص
عشقه ستاپه لاره خوزه نه ومهستادنازدپاره خوزه نه ومهڅنګه نن په ماباندی نخري کیږيداسې بي اختیارخوزه نه ومهپریخودم خواږودوستانوهم خدایهدومره بي اعتبارخوزه نه ومهڅنګه یي چي نن ژوندپه یادونوکړمدغه شان بی یاره خوزه نه ومهیاربه میخانه کي ؤسروربه ؤخدایه بي خماره خوزه نه ومهاووئیل یوپیغلې په ګودربانديدومره قسمت خواره خوزه نه ومهڅنګ ماذې...