دسولې انتظار
داویرونه ماتمونه دغه تورتورماښامونه
له ژړانه ډګې سترګې اوله غمه ډک وختونه
دغه سوي سوي زړونه دځوانانودالوونه
فریادونه دناویانوآرمانونه دناویانو
له جنګونونه په کرکه داناره زه په باربارکړم
ویرځپلیوپښتنوته زه دسولي انتظارکړم
                               
دتنکیوزلمولَودی جنازې دي رارواني
پښتنې درپه درګرځي ویني سرې دي رارواني
ناپوهي دخودغرضوسري لمبې دي رارواني
دقدرت مسابقوکې تورې شپې دي رارواني
کونډې ژاړي هدیروکي په زړګي یي ناقرارکړم
ویرځپلیوپښتنوته زه دسولې انتظارکړم

کمزوري ضمیرنه دی زه خووینه لیدی نشم
زه شیرینه دفرهادیم ځکه مینه لیدی نشم
مورسبق دغیرتونوپه زانګوکې راښودلی
بس په ویرکي دپښتون یم خپه زړونه لیدی نشم
نارواجګړه روانه دافریادزه په باربارکړم

لروبروپښتنوته دغیرت جګوشملوته
دکونړدسیندآوازیم دمومندوسردروته
تاتره باندي زه ویاړم دویاړونونښانه ده
دشمشاددلوړې څوکې دسپین غرښکلووږموته
د)ولي خان(په مزارکې دیووالي خریداریم
ویرځپلیوپښتنوته زه دسولې انتظاریم

تاریخونه مې لوستلي دملالې کارنامه ده
اسارت منلی نشم دغازي ادې کیسه ده
دنازوادې په یادکې مادخیرځولۍ نیولې
پښتانه دي راټول شوي دپښتوپه نوم جرګه ده
تورتوپان کې ده ایساره دحفیظ زړه به قرارکړم
ویرځپلیو پښتنوته زه دسولې انتظارکړم