مینه چې مینه وي په زړوکې ګرځي
 زړونه دسترګوپه کاسوکې ګرځي
دکوم هوس دڅوشیبو په خیال کې
ډمه نڅېږي مجلسوکې ګرځي
څوک چي مئین نه وي پري څه پوهیږي
هسي دخیال په هوسوکې ګرځي
بیلتون غمازدواړه یولاس شي ورته
ځکه مئین په اسویلوکې ګرځي
چې سپین سهارمي جانان وګورمه
زیړمازیګرزماخیالوکې ګرځي
چاویل چي مینه خریدارنه لري
حفیظ ته اوس هم په لیموکې ګرځي