خيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــال
وایي،چي خیال یوه قوه ده،چي غیرمریي شیان اوهغه شیان چي مشاهده یي نه شوکولای زموږله نظره تیروي،مګرداتعریف پوره نه دی اودغه رازمعاني په یوه منطقي تعریف کي راوړل کیږي هم نه.
نوروسته به یي دبحث په ضمن کي رنګونه اوډولونه څه نه څه وښېو،خیال په ادب کي یوخاص مقام لري اوپه عواطفوکي ډیرتاثیرپیداکوي که فرضاکله موږیوخبرواورو،چي په کوم ځای کي څه توپان پیښ شوی،چي دومره خلک مړه اودومره کورونه وران شوي دي داخبره راباندي دومره اثرنه کوي لکه چي دغه حادثه دکوم ادیب اوشاعرله قلمه په ادبي ډول رسم شي اوله تخیل نه پکي کارواخیستل شي.
07.09.2009
- جابراحمدمخلص
په پښتومعاصرادب کي داجمل خټک دریځ/
ددغه تحریک نه په اغیزاجمل خټک دخپل شعرپه محتوانورڅه هم ورزیات کړل چي دوخت اوزمان غوښتنه وه اوهغه دانسان ازادۍاوبرابرۍخبره وه اویاپه بله مانامترقي نظریاتواوافکارویي دشعروغیږه ونیوله.داجمل خټک شعردنوي سیاست غوښتني له ځان سره ملي کړي اوشعروسیاست یي سر ه یوځاي کړ.دهغه وخت ځوان کول دغه لاره ډیره ژر ومنله اوپه دغه لاره روان شول.بیاهم دایازداودزي وینا...
07.09.2009
- جابراحمدمخلص
مینه چې مینه وي په زړوکې ګرځي زړونه دسترګوپه کاسوکې ګرځيدکوم هوس دڅوشیبو په خیال کېډمه نڅېږي مجلسوکې ګرځيڅوک چي مئین نه وي پري څه پوهیږيهسي دخیال په هوسوکې ګرځيبیلتون غمازدواړه یولاس شي ورته ځکه مئین په اسویلوکې ګرځيچې سپین سهارمي جانان وګورمهزیړمازیګرزماخیالوکې ګرځيچاویل چي مینه خریدارنه لريحفیظ ته اوس هم په لیموکې ګرځي...