په پښتومعاصرادب کي داجمل خټک دریځ/
ددغه تحریک نه په اغیزاجمل خټک دخپل شعرپه محتوانورڅه هم ورزیات کړل چي دوخت اوزمان غوښتنه وه اوهغه دانسان ازادۍاوبرابرۍخبره وه اویاپه بله مانامترقي نظریاتواوافکارویي دشعروغیږه ونیوله.داجمل خټک شعردنوي سیاست غوښتني له ځان سره ملي کړي اوشعروسیاست یي سر ه یوځاي کړ.دهغه وخت ځوان کول دغه لاره ډیره ژر ومنله اوپه دغه لاره روان شول.
بیاهم دایازداودزي وینارااخلم چي وایي))دهغه تخلیقي اوشاعرانه دماغ پښتوادب ته یونوی خیال اونوی جهان وروبخښلو.داجمل خټک شاعرۍدژ وندقافلي راویښي کړي دمنزل احساس یي ورپه ګوته کړ.اودهغوپه رفتارکي یي لکه درواني ویني ګرمي اوتیزي راوسته.((