په شونډوکي ښیري په اننګوکي دعاګاني
قبولي خودي خدای کړه په ښیروکي دعاګاني
ملګري که دتلونکولیونوسره جانانه
دژوندپه ځوانیمرګوحادثوکي دعاګاني
زمادزړه قاتل زمادلداریي ماته یادکړو
داښکلی کوي چاته په ښیروکي دعاګاني
څه وکړم چي اورنۀ اخلي محلت درقیبانو
مانغښتی کله نه دي په لمبوکي دعاګاني
بي شکه حاجت څه لری زمادزړه دعاته
هرګل چي کوي چاته په سپرلوکي دعاګاني
هم نن به راوریږی سره ګلونه دي کوڅه کي
قبلیږی که په سکڼوماښاموکي دعاګاني
سایله خدای پیرزوکړه مرادونه په بخملو
مونږغواړوپه ریښوريښوجولوکي دعاګاني
06.09.2009
- جابراحمدمخلص
دادب تقسیم:ادب دخپل جوهري اوذاتي تقسیم په لحاظ دوه ډوله دي: ادب محض،ادب مخلوط:ادب محض هغه دي چي بي دبیان له لطف اوخوږوالي څخه اوبي دبدیع احساس له تحریکه بل مقصداوبله غایه پکي نه وي لکه ځیني عشقي غزلي چي درحمان بابایادحمید...
07.09.2009
- جابراحمدمخلص
په پښتومعاصرادب کي داجمل خټک دریځ/
ددغه تحریک نه په اغیزاجمل خټک دخپل شعرپه محتوانورڅه هم ورزیات کړل چي دوخت اوزمان غوښتنه وه اوهغه دانسان ازادۍاوبرابرۍخبره وه اویاپه بله مانامترقي نظریاتواوافکارویي دشعروغیږه ونیوله.داجمل خټک شعردنوي سیاست غوښتني له ځان سره ملي کړي اوشعروسیاست یي سر ه یوځاي کړ.دهغه وخت ځوان کول دغه لاره ډیره ژر ومنله اوپه دغه لاره روان شول.بیاهم دایازداودزي وینا...