خدایـــــــــــــــــــــــه

زمادزړه داسوی سوی چغي
خدایه چي تاته دررَسیږی کنه؟
زماپه شونډوداساړه اسویلی
ستاپه دربارکي معلومیږی کنه؟

زماداپري پري وچي وچي شونډي
دستاوریښمین نظرکي څنګه ښکاری
زماپه زړه کي دغه ژوبل آرمان
څرګندََولوحق لری اوکنه؟
چي پښتنه پیغله سرتوره ګرځی
اوپښتون وروریي لاس تړلئ پروت دي
درنه دایوضرورپوښتنه کوم
چي پري  دعوي ده خدایي کوی تل
داګنهګاري اوبدبختي خولي به
کله دچاپه لاس ماتیږی کنه؟

دستړی ژونددختمیدوقیصه ده
دهرپښتون دسوی زړه آوازدي
دیتیمانودسلګوماناده
داوریدلوده حقداره دخدایه
زخمی زخمی پرهرپرهریمه ټول
دخپل علاج په پلاټَنه کي یم
خدایه په مونږدداسي چاراج دي اوس
چي نه خوتا نه ستاخدایی پیژنی
مونږاوس له تاستاله خدایي  نه ړَوی
ددغوسرمونږته ټیټیږی کنه؟

داقضاوت اوس ته پخپله وکړه
چي مونږدستااوکه دچااومنُو؟
ضمیرمونه منی ددوی خبري
نه دغربت له زنځیروخلاصیږوُ|
نه داسي څوک شته چي اعتبارپري وکړو
نه مودزړه ډاډه کوونکی څوک شته
خوماهم دغه فیصله کړی ده
چي!

سربه بایلمه خوپښتوبه ګټم
چي دغه حال دغه دستوروی دلته
مدام به سري ویني بهیږی کنه

په غوږوآوروچي سپرلئ راغلئ
خوسره ګلان موپه نظرنه راځی
پرهرپرهریُوویني ویني یُوټول
هرخواته سوی فریادونه خیږی
نه دارِواج نه دادستورپیژنُو
نه په اسلام نه په پښتوکي شته دي
دهریوژوبل زړه هرژوبل آرمان
مخلص بیان کړودقلم په ژبه
ډیرمئین زړه کي یم نیولئ ورته
               چي!
چیرته به ژوندکي پوره کیږی کنه؟