په زړه باندي مي بیادچایادونه راوریږی
په سرمي لکه کاڼي تیروختونه راوریږی
خیالونه دپی مخودسپوږمئ په رڼالامبي
فضانشه نشه ده شرابونه راوریږی
دزلفوتصورمي دواړه سترګي کړي راډکي
وریځه چي درنه شي بارانونه راوریږی
قیصه به درته تیره دآدم اوددرخوکړم
په خونه دزړګي مي لااورونه راوریږی
ګوزارچي به دګل هم پري چاکړئ نه وچري
په هغوښکلوخلکونن بمونه راوریږی
راځئ چي دادغم وریځي ورکي له آسمان کړو
ترڅوبه تري په موږباندي غمونه راوریږی