په پښتومعاصرادب کي داجمل خټک دریځ
د پښتوپه معاصرادب چی کله خبري کوونوددی دوري په څوبنسټیزوکسانوکي یوهم اجمل خټک دي چی دزیاتوصلاحیتونوخاونددي اوبنسټیزکارونه یي سرته رسولی دی له همدی کبله داجمل خټک دریځ دپښتوپه معاصرادب کي یوجوت اوبنسټیزدریځ نومولي شو.دادب په بیلابیلوصنفونوکي که شعردي که داستان که تکل که ډرامه که راپورتاژکه ادبی سفراوکه نورخوپه وده اوپخیدوکي یي اجمل خټک دپاملرني وړکارونه سرته رسولي دي ددی خبري ثبوت په پښتونثراونظم کي دده هغه ارزښتمن اثاردي چي په پښتوادب کي خاص ځای لری.خوبیاهم اجمل خټک دیوشاعرپه توګه دډیرشهرت خاونددي اوداځکه چي دمعاصرشعرپه بدلون جوړښت اووده کي دده ونډه زیاته جوته ده.
اجمل خټک چي په شعرویلوپیل کاوه نودغه وخت په کوزه پښتونخواه کي دباچاخان ترمشرئ لاندي د))خدایي خدمتګارئ((غورځنګ ښه په شوراودرزکي روان و.دغه غورځنګ پښتوادب ته تربل هرڅه زیات پښتوشعرورکړچي دشاعرانودنومونوفهرست یي ډیراوږددی.ددغه وخت زیاته شاعری دنظم په بڼه کي وه چي مقصدیي داولس ویښول اودانګریزښکیلاک نه دخلاصون پرلوردخلکوراپاڅول وو.اجمل خټک په دغه وخت کي نوئ زلمئ و.دهمدغه اغیزلاندي یي شعرویل پیل کړل خوپه دومره توپیرچي ملی اوقومی محتواته یي هنري جامه واواغوستله اودشعرهنری اړخ اولوري ته یي بدلون ورکړاوهم یي دغي خبري ته دنوروشاعرانوپاملرنه راوګرځوله.ایازداودزئ په دی حقله وایي ))داجمل دشاعرئ یولوی خصوصیت اوانفرادیت دادي چي دهغه دنظمونوفضاروماني ده.یابه داسي اووایوچي بوده یي که دحقیقت پسندئ دشډلوسپڼسونه ده نوتنسته یي درومانیت له رنګینومهینواوپستووریښموجوړه ده.
نوربیا..............