دادب دکلمي تاریخ:
ځیني وایی،چی داکلمه دجاهلیت په زمانه اوداسلام په ابتداکي نه وه ځکه چي نه دهغه وخت په ادبی اثاروکي راغلی ده اونه په قرآن کي شته ،بلکي لومړئ ځل داکلمه په دی نبوی خدیث 'ادبنی ربی فاحسن تادیبی'کي ذکرشوی ده )داخدیث محدثینوپه دغوالفاظونه دي ضبط کړی(ځیني نوروایی ،چي داکلمه دجاهلیت په زمانه کي هم وه اودا چي دهغه وخت په اشعارواوقرآن کریم کي نشته ددي دلیل نه شي کیداي چي داکلمه په هغه وخت کي هډوموجوده نه وه.
دوی دخپلي مدعادثبوت له پاره دادلیل راوړی چي کوم وخت،چي داکلمه په خدیث اوداصحابویادتابعینوپه اقوالوکي راغله اوهیچایي دمانااومفهوم پوښتنه ونکړه،معلومه ده چي پخواهم وه اوارتجالانه ده ویل شوي .چي داکلمه دحضرت علي )رض(په اقوالوکي هم ډیره راغلي ده اودجاهلیت په وخت کي هم 'اکثم'بن صیفي دبني تمیمومشهورخطیب ذکرکړي ده.
05.09.2009
- جابراحمدمخلص
دادب دکلمې اصل:اصل یي 'هذب'دی دبې عیبه په مانا.دهذب کلمه په اصل کي دهغي وني لپاره استعمالیده,چي ځیني څانګي اوځیني ښاخونه به یي قطع شول اوصافه به شوه،ورسته داکلمه له محسوساتونه معنویاتوته رانقل شوه اوهغه چاته هم اوویل شوه،چي عیبونه به یي ورک شول یعنی مهذب به شو.اهل لغت ټول په دی باندي متفق دي ،چی دمهذب کلمه دیوه کامل انسان لپاره دوني له تهذیبه رانقل شوي ده،ځکه چي معنوی اوعقلی امورله حسي اشیاووڅخه ماخوذدي لک...
05.09.2009
- جابراحمدمخلص
په پښتومعاصرادب کي داجمل خټک دریځد پښتوپه معاصرادب چی کله خبري کوونوددی دوري په څوبنسټیزوکسانوکي یوهم اجمل خټک دي چی دزیاتوصلاحیتونوخاونددي اوبنسټیزکارونه یي سرته رسولی دی له همدی کبله داجمل خټک دریځ دپښتوپه معاصرادب کي یوجوت اوبنسټیزدریځ نومولي شو.دادب په بیلابیلوصنفونوکي که شعردي که داستان که تکل که ډرامه که راپورتاژکه ادبی سفراوکه نورخوپه وده اوپخیدوکي یي اجمل خټک دپاملرني وړکارونه سرته رسولي د...