دادب دکلمې اصل:
اصل یي 'هذب'دی دبې عیبه په مانا.
دهذب کلمه په اصل کي دهغي وني لپاره استعمالیده,چي ځیني څانګي اوځیني ښاخونه به یي قطع شول اوصافه به شوه،ورسته داکلمه له محسوساتونه معنویاتوته رانقل شوه اوهغه چاته هم اوویل شوه،چي عیبونه به یي ورک شول یعنی مهذب به شو.اهل لغت ټول په دی باندي متفق دي ،چی دمهذب کلمه دیوه کامل انسان لپاره دوني له تهذیبه رانقل شوي ده،ځکه چي معنوی اوعقلی امورله حسي اشیاووڅخه ماخوذدي لکه دعقل کلمه،چي داوښ له جلب ،عقل ،عقال څخه ماخوذه ده.
نودهذب دکلمي )ذ(په )د(بدل شواودغه ابدال په عربي کي ډیرمثالونه لري لکه:هذم،هدم،جدم،جذم،دقطع په مانا'هـــ'په 'همزه 'بدله شوه اوداابدال هم په عربي کي متعارف دی،لکه:اهل،آل،ماه،اوداسي نور...
نوهذب هدب شواوهدب په ادب بدل شو.
ځیني وایی چي په یوناني ژبه کي ادیب هغه چاته ویل کیده چي خبري به یي خوږي وي اودښه آوازاوښي نغمي خاوندبه و،نوهرکله چي عربي اویوناني لغتونه یوله بله ګډشوی دی دغه لغت هم له یوناني څخه اخیستل شوی دي.
ځيني نوروايي چي ادب 'داب'څخه ماخوذدي چي دعادت په مانادي اودحال وشان په ماناهم ذکرشوی دی لکه:'کــــداب آل فرغون'مګردغه رازاشتقاق په عربي کي ډیرنظایرنه لري.