بغیرله تابه زندګی څنګه وی
زماقراربه دزړګی څنګه وی
بغیرله تابه مي ژوندونه څنګه وی
دشپي به خوب ورځي سکون څنګه وی
بغیرله تابه لیونئ شمه زه
دخپله ځانه به پرادئ شمه زه
بیلتون دستابه سړیتوب رانکړی
سپیره نصیب به انساستوب رانکړی
چی مي دستاسوئ بدن ولیدو
تالاوالامي خپل ګلشن ولیدو
نکړونظرکارهلته نوردسترګو
ماویل که سپین مي شولُوتوردسترګو
دستاژوندون سره ژوندون دي زما
دستاسکون سره سکون دي زما
دسترګواوښکي منم تللي نه وي
                        خو
دزړه سلګئ مي دریدلي نه وي
چي مي  تباه  دستاصحت ولیدو
په دی دنیامي هم قیامت ولیدو
چي مي  هم هلته زړه  کي پړک دي ګوره
تراوسه پوري مي خوب ورک دي ګوره
مخلص چی خدای  نه خپل ژوندون غواړمه
تل به دستاژوندون سکون غواړمه