داوښکوپه شبنم

لاستړئ نه یم ستاپه عشق کي له سِــــــــــــتم جانانه
لازه موړنه یم ستاله یاداوستاله غــــــــــــــــم جانانه
زه حاجتمن دباغ مالیــــــــــــــاردمرستي نه یم ګوره
زه لاتازه یمه داوښکوپه شبـــــــــــــــــــــــــــــنم جانانه
بغیرله تاپه زړه کي بل څوک ميلــــــــــــــمه نه لرمه
لرم یقین اوهمداوایم په قســـــــــــــــــــــــــــــم جانانه
لکه لنګمارچي مي دزړه په پښتونخواه تیریږی
داسي ښکاریږی چي اغیار ځی ستاپه چم جانانه
بغيرددی نه چي شمـــــــــــــــله به له ما نۀ غورځوي
په سراوستـــــرګودي  نورهریونازمـــــــــــــنم جانانه
پکي پراته دی دخوشال ،باچا،میرویس عکسونه
دسرترپایه مي دي ډک دزړه البــــــــــــــــــــــــم جانانه
وَړي سلګئ دیتیمانومي ســـــــــکُونډی دزړه سر
زه خومجبوریمه چي تل ســــــــــــــلـګئ وهم جانانه
اوس ســـــزاګاني راکوه څنګه چي ستاخوښه وی
مخلــــــــــص هیڅ نه وایم په خپله یمه ګرم جانانه

 

یادونه:-خوشال بابا  باچاخان لالا  میرویس نیکه