زه چی بازارته لاړشم
یاکاروبارته لاړشم
زه چي دخلکوخونداوژوندته ځیرشم
خپلوجاموکي چی پیوندته ځیرشم
سترګي بیاسري شی زما
وَړي سلګئ کومه
دستومانئ اظهاربیا
له زندګئ کومه
شم مرورله بخته وژړیږم
بي اوره اورکي داحساس تړقیږم
ګامونه وروکړمه زرفکروکړم
چی په دی ډک بازارکي څه زما
ځه چي واپس خپلي جونګړي ته ځوُ
کیدای شی هلته ژوندآرام ومومی
تکل په لورخپلي جونګړې وکړم
آخلم ګامونه زنګېدلی له غم
چي دخپل کورخواته نیزدي راشمه
ددیوال خواکي خپله موروګورم
چی یي له غمه سترګي تکي سري وی
ماته چي وګوری مسکئ غوندي شی
زه ورته اووایم چي موري څه دی؟
هغه بیااووایی چی څه یي کوي
دغه قیصه دزړه چاؤدون قیصه ده
ورپسي ټينګ شم ورته اووایمه
چي داسي نه شی کیدای
مابه ضرورخبروي
چی داسي څه قیصه ده
چي یي له ماپټوي
هغه په چاؤدوشونډوبیاراته دااووایی
چی دازه ځکه ژاړم
چی ته به دی اخترکي
خدای خبرڅه اغوندي؟
نه لري نوی جامي
ته له هغو ډلي یي
څوک چي خپل پلارنه لری
هغه یتیم نومیږی