راشه دګل په مخ تصویرمي ګوره
ته پري لیکه مینه تقدیرمي ګوره
زرینووړانګوکي هنداره یمه
دلمرنه وپوښته تفسیرمي ګوره
په رڼاورځ کي ژوندپه جیل تیروم
لاس کي تړلئ سپین زنځیرمي ګوره
دازمانه راته تورسری وایی
ته فکروکړه په ځیر ځیرمي ګوره
زه دقسمت غشوویشتلی یمه
زخمی په زړه یم دزړه ویرمي ګوره
پښتنې میني ته یادګاربه شمه
دسولي مینه کي ضمیرمي ګوره
حفیظه دادنیابه نه یادوي
زه خدای لرمه دستګیرمي ګوره
04.09.2009
- جابراحمدمخلص
څوک دشرابوپه نشه کي خپل ایمان خرڅویڅوک هم له ډیري مجبورئ خپل ماشومان خرڅوی
خدایه دستاپه لوی دربارکي توبه نه قبلیږی؟میندي دخپل زړګی ټوټې اوخپل بچیان خرڅوی...
04.09.2009
- جابراحمدمخلص
زه چی بازارته لاړشمیاکاروبارته لاړشمزه چي دخلکوخونداوژوندته ځیرشمخپلوجاموکي چی پیوندته ځیرشمسترګي بیاسري شی زماوَړي سلګئ کومهدستومانئ اظهاربیاله زندګئ کومهشم مرورله بخته وژړیږمبي اوره اورکي داحساس تړقیږمګامونه وروکړمه زرفکروکړمچی په دی ډک بازارکي څه زماځه چي واپس خپلي جونګړي ته ځوُکیدای شی هلته ژوندآرام ومومی...