پوښتنه

خدایه زماپرهربه څوک وګنډی
زه یوخوړین شوئ اوڅیرلئ زړه یم
زه دغمواوددردوپه ږلئ
تڼاکي شوئ لګیدلئ زړه یم
ټول افغانان مي مي یوله بل بوګنېږی
واړه دیواوبل نه کرکه کوی
ډیرودزړه سربس دولت ګڼلئ
هم یي سجدي ځای هم عزت ګڼلئ
زه به ترڅوپوري په اورسوَزیږم
یه خدایه دازه په کوم تورسوَزیږم
ولي دازه په تاکي حق نه لرم؟
زماافغان په تاکي حق نه لری؟
مونږواړه هم سینوکي زړونه لروُ
مونږهم په زړوکي آرمانونه لروُ
خو!
دهرماشوم ماشوم آرمان په څنګ کي
مونږه دلئ دلئ غمونه لروُ
کله دوروُس اوامریکه نوبت شی
کله دخدای بدبخته ستانوبت شی
زمونږپه وینومولاسونه سره کړل
کله دچاکله دچانوبت شی
دادومَکي دغه خودکشي حملي
چي زماچم زماپه کورکي کوي
دادومَکي دغه خودکشي حملي
دستاپه چم دستاپه کورکي وشه
چي دي زمونږپه شان شی میندي کونډي
په سروجوړوکي دي شه خویندي کونډي
بدبخته خیردي که خوشال نشته دي
په دی دنیاکي یي نواسی ژوندی دی
دستاپه خوله کي به غاښونه مات کړی
داسي ننګپال داسي زلمی ژوندی دی
زه یم پښتون په دی باورلرمه
چي روژه وی خودبه اخترلرمه
خدای دي همداشپه هم په تاجوړه کړی
زه هم په ژونددشپي سحرلرمه
زمامکتب اوزماپل الوزی
زمادپاره تعلیم غټ جرم دي
ته هم انسان زه هم انسان یم  ګوره
چی تاته نه ماته ګناه ده ولي؟
تاایټم بم آخردڅه نه جوړکړو؟
داسائنس دي سائنس ولي کافرجوړنه دي؟
تاته روا اوناروادي ماته؟
ته همیشه بدبخته دغه غواړي
چي مي مدام خپل لاس نه لاندي ساتي
خوزه پښتون یم غلامی نه منم
غلطی منم خوبدمعاشی نه منم
یوخدای منم اوهم یوخدای لرمه
یودالفت نه ډک زړګئ لرمه.