دوړو وړوخدایانودي بنده کړم
لویه خدایه زه چاچاته سجده کړم
ملګرتیاکه څورندان راسره وکړی
داحرم به یوه لویه میکده کړم
دوصال دشپي بدل به دي خلاص نکړم
ټولي شپي که دخپل عمرشوګیره کړم
شیرینی دپیغلتوب دپیغلي غواړم
خوله به ستاپه عُنابی شونډوخوږه کړم
چي مسکئ شی لږيي ښکُل کړی بیایي راکړی
سل توبي به هغه جام نه صدقه کړم
قافله دپسرلی دي په دی راشی
خپل ژوندون به يي په لاره کي ډیوه کړم