خوب
یوشپه می داسی خوب و
لیدلئ نه پوهیږم
چی زه دڅه نوم ورکړم
نه ئ هیرولئ شمه
نه ئ یادولئ شمه
اونه یی زه هیڅ په معني پوهیږم
چی زه په توروغروکي
ومه یوازي روان
دلیونی په شانتي
دغرڅنی په شانتي
بی خوف بی ډاره روان
خو ګڼ نښتروی هلته
تورتورقمروی هلته
توري مرغئ چړنګېږی
سړاهوالګېږی
چی مي نڅاپه نظر
په تورقمرولګی
بس ورته ودریږمه
لږډیرتري لري ومه
چی ورنیزدي شمه زه
قمرته وګورمه لیکلی وی پري
چی ګرانه ستړئ مشي ستړئ مشي
هرخواته وګورمه هیڅوک نه وی
نه کومه لارنه ودانی ښکاریږی
لږوخت پس بیاروان شم
لږډیرمزل وکړمه
هغسي ګڼ نښتروی
هغسي تورقمروی
یوخوږآوازواورم چی داسي وایی
ښه ده چی ته راغللي
کنی په دی ځنګل کي
به زه دستاپه طمعه
داسي یوازي ومه
اونورڅه نه اووایی
خوزه ښه سم حیران شم
هرخواته وګورمه
خویوانسان نه ښکاری
بیازه آوازوکړمه
چی آخرڅوک یي ته ؟
اوچرته یي ته؟
لږراڅرګندشه کنه
چی زه دي هم وګورم
وایی چی درغلمه
چي راڅرګندشی کله
نویوښایسته صورت وی
زمادیارصورت وی
زه ورته وګورمه
اوورته اووایمه
چي دلته څه کوي ته
هغه په قاراووایی
چی زه که هرڅه کوم
خوراشه مرم درپسي
راشه اوغیږه راکړه
ورشم چی غیږزه ورکړم
ترینه لاسونه تاؤکړم
یووحشتناک آوازکي
دغه خبره وشی
چي زړه دي ټینګ کړه ګوره
بیاسترګي وغړوه
چی سترګې وغړوم
له یووحشی بلا مي
دواړه لاسونه تاؤوی
نڅاپه ټوپ کړم ترینه
یوسوی چیغه وکړم
هغه هم دغه چیغه
چی!
اي خدایه ته مي خلاص کړي
اي خدایه ته مي مل شي