پښتانه دپښتونخواه درانۀ ښاغلی
دمغلوسیلاب یوړۀ لکه خلی
زمانه راپسي تُوره په لاس ګرځی
لکه مایی چي وی پلارنیکه وژلی
دي نه زیاته خاموشی به نوره څه وی
چی موجونه هم روان دی غلی غلی
عجیبه ده محبوبا غیږه کي غواړي
اولاسونه دي خپل شاته دی تړلی
قافله خودي روانه وی منزل ته
سپئیوتل دی لاروؤپسي غپلی
باورنه لرم پۀ خپلوریبارانو
داقاضیان وی دخبروهلته غلی
ته خووایي چی تاملک ګل وګلزارکړو
زه چې ګورم  هيڅ هم نه دی ټوکیدلی
چي په کومه کوڅه ځم  خلق مي وُلی
لوئ واړۀ يي دخپل کلی لمسوَلی
ماپه دارکړئ چي منصورخلقوته یادشی
مودي وشوي څوک په دارنه دی ختلی