دادپل چرخي خصوصي بلاک دی

لیکوال (ق ح  )

 

يونيم  په دري متره کې اطاق ده داطاق  دپاي خواته  کموډنصب دي دکموډله بغل سره دوشۍ ولاړه ده داطاق مخ په اوسپنيزو پنجرو پوښل شوي په هرداډول اطاق ياتشناب کې دوه دوه يادري دري بنديان اچول شوي دي زماهم په دې ځاي کې شپږ مياشتې وتلي دي دځينو نورو کلونه پکې تيرشوي دي ددې بنديانو خوب خوراک لمونځ غسل او ټول ضروريات په همدې درې متري محدوده کې پوره کيږي او دضرورت لپاره دبهروتلو هيڅ فرصت هم نه ورکول کيږي اطاق سره له دې چې له لويه سره مشکلات لري خو زمونږ ژوندځکه ډيرتريخ دي چې له کموډسره ډيرپه تکليف يوکموډزمونږ دناستې ځاي ته دومره نژدې دي چې کله زه اوزماملګري دخوب په مهال پښې غځوو نوورسره لګيږي څنګه چې دااطاقونو دهمدې کموډوله وجې ډيرچټل شوي نوځکه ډيربنديان ناروغه شوي هم دي چې تراوسه يې دسمې تداوي فرصت نه دي موندلي .دغه بلاک خصوصي بلاک بولي چې دنورو بلاکوپه نسبت په کې لږ بنديان ساتل کيږي ويل کيږي چې په دې بلاک کې دروسانو په مهال مهم بنديان ساتل کيدل دغه راز دنيمو شپو اعدامونه هم په همدې ځاي کې ترسره کيدل ددې بلاک  وحشي فضا اوپه ديوالونو اوغولي ځينې نښې نښانې هم دهمدې خبرې تصديق کوي په دې بلاک دهيواد دبيلابيلو سيمو اوپه بيلابيلوتورونو تورن کسان بنديان دي چې يوه زياته برخه يې دهيواد دجنوبي سيمو دي په دوي کې دتنکيو ځوانانو په شمول دپاخه عمرکسان هم شته دقران کريم حافظان طالب العلمان اوحتي مدرس اوسپين ږيري عالمان هم په همدې تشنابو کې شپې اوورځې تيروي دغه خلک چې ټول له درنو باعزته اوپه دين اووطن مينو کورنيو سره تړاو لري له ډيرې مودې راپديخوا په دې زړه دردونکي ماحول کې ژوندکوي چې تراوسه ترې  افغانان او نورمسلمانان ناخبره پاته ول دوي چې دې ځاي ته راوړل شوي نودخپل جرم سزا اوقيد دمعلوميدا په تمه دي مګر له څوکلونو تيريدوووروسته لا ډيري ملګري دمحمکې دترسره کيدولپاره نه دې ورغوښتل شوي  دځينو يوه محکمه او دچادوه محکمې شوې اوبيايې ددوسيې غم نه ده خوړل شوي نوځکه همداسې بې پوښتنې اوپلټنې پاته دي لنډه داچې زمونږ ژوند نورله دې وتلي وه چې زغم يې ولرو نوځکه مو په اعتصاب او احتجاج لاس پورې کړ...

دادپلچرخي دهغه بلاک ديوه زنداني دخولې خبرې دې چې څوورځې وړاندې دسختو احتجاجونو او تاوتريخوالي شاهدوه دکابل درژيم چارواکو مطبوعاتو ته ويل چې بنديان له کومې بلې خوا تحريک کيږي نو ځکه احتجاجونه کوي کنه دوي يې ټولې ستونزې  حل کړې دي اوس دې نولوستونکي خپله قضاوت وکړي چې آيا داډول رويه ددې کرې په کوم بشري قانون کې جوازلري يوبشر په تيره بيامسلمان افغان او دقرانکريم حافظ او دحديثو مدرس په  تشناب کې غورځول اوهلته پرې کلونه کلونه ظلمونه ترسره کول نه پوهيږو داډول افعال دکومې عقدې او ارادې له مخې صورت نيسي  .

ددې زندان دبنديانوپه قول کله چې دوي ته څوورځې وړاندې په لومړي ځل يودريمګړي هيئت ورپر ې ښودل شو اوددوي وضعيت يې وليد نو دزندان دچارواکو دې چلند ته حيران پاته شول تردې چې د حاجي فريدپه نامه  دپارلمان يوه غړي له خولې لاداهم ووتل  چې مونږ امريکايان دقرانکريم په سپکاوي ګرموو اوورته وايو چې پوځيان دې دقرانکريم بي عزتي نه تکراروي مګر په خپله مودادي دقرانکريم حافظان او عالمان چې سينې يې له ايتو ډکې دي په بيت الخلاء کې اچولي اعاذناالله ...

دابه وخت وښيي چې په راتلونکي کې ددغو دمظلومو زندانيانو دژوند سختو شرايطوته توجه کيږي اوکنه او بشري غوښتنې يې ترکومه پوره کيږي مګر هغه څه چې شوي خو ددنياله نظره پټ وه بې له شکه يوه ستره ناروا  بشري جنايت غيراسلامي اوغيرافغاني عمل دي چې افغانان به يې هيڅکله هم هيرنکړي اودتل لپاره به دديموکراسۍ او دبشردحق دمدعيانوپه تندي يوتورداغ وي .

که په نورو ستونزو او جفاکاريو سترګې پټې کړو لکه څنګه چې دغه بنديان شکايت لري ددې زندانونو ترټول سترمشکل دادي چې که يوځل څوک له دروازې وردننه شي بيايې هيڅوک هم داښتنې پوښتنې حق نلري داوسني رژيم دمحاکمو دقانون له مخې بايد چې دزنداني شخص دري واړه محکمې په ۹ مياشتې موده کې پاته ورسيږي اوتقديريې معلوم شي مګر داقانون يوازې دکاغذ په مخ دي ځکه دپل چرخي په زندان کې داسې بنديان هم شته چې پنځه کاله يې وتلي خوچاترې داپوښتنه نه ده کړې چې ولې نيول شوي يې  ؟

خير!ددې مظالمو اودبنديانو دسختې ځورونې چې هرڅه وجوهات اوعلتونه وي خو ملزمان يې بايدپه دې پوه شي چې دپل چرخې په پټو وحشتونو نشي کولاي ديوه متعهد ملت دخپلواکۍ غږ په ستوني کې ورغلي کړي په پل چرخي کې تردې سخت ظلمونه او شکنجې کاريدلي خو عاملين يې اخرهم شرمنده ذليل او داخروي  تباهۍ وړګرځيدلي

 

اوګذشت زغملي اوتروروستۍ کچې يې هڅې کړې چې دژورناليستانو دکارپه اړه مشکلات جوړنکړي چې په دې لړکې دسنګريار دغه تازه پيښه هم دياد وړده مګر له دې سره سره که چيرې دژورناليستي ادارو پاليسۍ اوياددوي دځينو کارکوونکو څرګندونې اورو سړي ورته هيښ پاته شي دوي سره له دې چې هره ورځ له دولتي سانسور دواليانو امنيه قومندانانو اواستخباراتي چارواکو له سپکو سپورو وهلو ډبولو اونورو ستونزو سره مخ دي اودمجاهدينوله لورې ورته تراوسه هيڅ کوم دپام وړ مشکل نه دي جوړ شوي مګربياهم ډيرځله مجاهدين دخپل کارپه مخکې ستر خنډبولي او بيلابيل تورونه پرې لګوي  .

سړي نه پوهيږي چې اخرمجاهدين له  دوي سره څه وکړي ترڅويې شکايات رفع شي همدااوس خو چې څومره زمامعلومات دي ژورنالستان سره له دې چې ټول راپورونه دمحلي دولتي چارواکو په مزاج اوطبيعت جوړوي اوډيرځله خو مطبوعاتي ارونه هم ترپښولاندې کوي مګربياهم ورته دمجاهدينو له خوا کوم جدي ګواښ ياستونزه نه ده  متوجې ترڅوددوي کاروننګوي .که همدااحسان مهجور راواخلو دي ديوې برطانوۍ خبري ادارې (بي بي سي )خبريال دي کارپه ګرديزکې کوي مګر کوريې دزرمت ولسوالۍ دسهاکو دسيمې په غني کلاکې ده داهغه سيمې ده چې له  پنځوکلونو راپديخوايې واک دمجاهدينوپه لاس کې دي ځکه دولتي واک خو دګرديزله ښاره لويديځ ته يوازې دلرګوتراډې رسيږي اوله هغه آخواته طالبان پيليږي مهجورسره لدې چې په راپورونوکې دزرمت دمجاهدينولس فيصده فعاليتونه هم نه راخلي اونه يې رواهيلوته ځواب وايي مګر بياهم هره ورځ ازاد کورته ځي اوتراوسه داسې نه دې پيښ شوي چې دسيمې مجاهدينوته دې ورته تندي لا تريو کړي وي .داهسې يوه بيلګه شوه زمادمعلوماتوله مخې هرځاي وضعيت همداسې دي مګرپه ډيرتاسف چې بياهم له مجاهدينو سره په تعامل کې ژورناليسانو ترډيره خپل مسوليت نه دي اداکړي دوي بياهم هماغه تبليغات کوي اوبې ځايه سرټکونه ترې کوي په تيره موده کې هغه مهال چې دمجاهدينو مقاومت لا پاشلي او خپور وه دنه هماهنګۍ له وجې ښايي ځيني ستونزې وې مګر اوس که څوک په دې اړه بهانې جوړوي اوتبليغات کوي ښايي اخلاقي نيمګړتياوبلل شي  .

يوه بله دتاسف وړخبره خولاداده چې ځيني خبريالان خوقصدا هڅه کوي چې مجاهدين دځان په وړاندې وپاروي ترڅو دهغوپه ترټلو له سيميزو چارواکو کريډټ ترلاسه کړي څه موده وړاندې دميرويس جلالزي په نامه يوه ژورناليست په دروغو ليکلي وه چې په کندوز کې طالبانو له لسو تنو پوليسونه سرونه پرې کړي دي ددې راپوردسمون لپاره دمجاهدينو يوه مسول له نوموړي سره اړيکه ونيوله چې داراپورحقيقت نلري نوبايد چې  اصلاح شي نوموړي انکاروکړ خو کله چې ټينګارباندې وشو نوهغه ،هغه دچاخبره نه يې وړه اونه يې راوړه او بې واره يې کړه چې (نه يې سموم ماسرپه لاس کې نيولي لاس دې خلاص اوتوره دې تيره ) زماله انده خو داډول دريځ نيول پرته له دې چې دخبريالانو خپل شخصيت اوکاراغيزمن کړي نورهيڅ نتيجه هم نشي درلودلاي .

زمونږله انده نورخبريالان بايد ديوه محسوس حقيقت په توګه دروان جهاد اومقاومت شتون درک کړي دابه ډيره دتاسف وړوي چې دغرب اونورې نړۍ معتبرې نشريې دمجاهدينو مقاومت ته ديوه انکارناپذير حقيقت له زاويې ګوري بيلابيل اړخونه يې څيړي تبصرې پرې ليکي او کله يې هم له  پامه نه غورځوي مګر په کوردننه بياورته يوازې ديوه موسمي او سطحي حرکت  په سترګه کتل کيږي .

نورښايي ددې وخت رارسيدلي وي چې افغان ژورناليستان دمجاهدينو په وړاندې دوړتعامل حقيقت درک کړي اوپه دې برخه کې خپل اخلاقي مسوليت سرته ورسوي .بې ځايه تورونه او غرضي چلندپرته له دې چې دوي داکثريت افغانانوپه وړاندې جفاکارمعرفي کړي بله لاسته راوړنه نه شي درلودلاي اومجاهدين هم بايد  په دې ځان مکلف وګڼي چې خپلو داډول اقداماتو ته چې دژورناليستان اعتمادجلبولاي شي لادوام ورکړي اوپرې نږدي چې ځيني غرضي فرصت پرستان يې اعتبار ور سبوتاژ  کړي

 

له شهامت نه په مننه  .