صليبيان د څه لپاره راغلل
داشغالګروپوځونوبې کچې ظلمونو ته په کتوسره به داخبره بي ځايه نه وي چې داسره شين سترګي وحشي پوځونه نه داچې زمونږ هيوادته دسولي اوامنيت لپاره راغلي دې ، بلکه دوئ هغي تاريخي دښمنۍ چې له مسلمانانوسره يي له پخوا راهیسي لري زمونږ د هېواد او نورې اسلامي نړې اشغال ته هڅولي دي تر څو د مسلمان امت خپلواکي ، دين ، کلتور او نور ارزښتونه اومنافع له منځه یوسي .
نړيوال صليبيان له مسلمان امت سره اوږدي دښمنۍ دومره لالهانده کړي وو چې په خپلو کورونو کې يي له خپلو بچيانو سره د ارام ژوند د تيرولو لپاره پرېنښودل او په يوه غږ د ټولې نړۍ کفار د اسلام د محوه کو لولپاره په يوه ټغر راغونډ شول او خپلو شومو او فاسدو اهدافو ته يی د سولې ، امنيت ، بيا ودانولو او ډيموکراسۍ تر شعارونو لاندې داسې لايتناهي باد ورکړ چې؛ د ټولې کفري نړۍ فرد فرد يي له ځان سره په لومړي سر کې د دې صليبي جنګ لپاره ملاتړي کړل او ړندې او کڼې نړۍ هم په پټو سترګو د طاغوتانو په پخواني سر لښکر ډبليو بوش پسې خپله لار په مالي او فوځي لحاظ په بشپړه توګه تعقيب کړه او يو څو بې احساسه او کاغذي انسانان يي د قدرت او بې شمېره ډالرو په ورکولو داسې وغولول چې خپل مسلمان ورونه يي پرې ووژل او ځان يي خپل هدف ته پرې ورساوه، صليبيانو غوښتل چې ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان چې په اسيا کې د ډير ستراتيژيک موقعيت درلودونکی دی ترخپلې ولکې لاندي راولي . د اسلامي خاورې لاندې کول او په نړې کې د يهودو په خلاف تحريکونه او غورځنګونه ځپل د اسلامي امت په ځمکه فوځي قبضه د هغوي خام مواد په خپل واک کې راوستل او مسلمانان دومره کمزوري کول وو چې ؛په خپلو پښو د ودريدو توان ونلري چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره يي په بشپړ ځواک له خپلو ټولو هغه امکاناتو نه چې د دوی په لاس کې وو کار واخيست او په اسلامي خاوره کې يي ددغه پولو د نړولو لپاره خپل ټول ځواک په کار اچولی دی .
۱ : د اسلامي امارت نړول : کله چې په افغانستان کي د طالبانو اسلامي تحريک واک ته ورسېد او د اسلامي امارت د قايمېدو اعلان يي وکړ د ټولې نړې کفارو ورته ډېر په ځير او حېرانتيا سره کتل او ټول په دې سوچ کې وو چې، د استعمار ستنې به د همدې امارت له خوا يوه ورځ نړېږي نو له اولې ورځې نه يي خپل ټول کوششونه شروع کړل تر څو په ټوله اسلامي خاوره کې دغه يواځني امارت کمزوری او له خپو وغورځوي تر څو په اسلامي نړې کې بل محمد بن قاسم پېدا نه شي چې له بغداده تر سنده د خپلو مسلمانو ورونو او خوېندو د فرياد د اورېدو لپاره خپل اسونه وزغلوي
د نړۍ صليبيانو د اسلامي امارت د نړېدو لپاره ځکه هلې ځلې کولې چې هسې نه چې د نړۍ مسلمانان د يو بل صلاح الدين ايوبي تر بېرغ لاندې راټول شي او د فلسطين د ماشومانو وينې او اوښکې وچې کړې د بيت المقدس نه پليت يهودان وباسي او د اسلام په پاکه خاوره د خدای ريښتيني بنده ګان د ريښتيني دين ارکان پلي کړي .د نړۍ صليبيانو د يوه بل بوت ماتونکي له ويرې په داسې پلمو جوړولو لاس پورې کړ چې اسلامي امارت راونړوي چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره يي په يو شمېر بې ضميره او وطن پلورونکو افغانانو لاسونه ووهل او دې ته يي تيار کړه چې د امارت په خلاف ورنه کار واخلې او همداسې يي وکړل .
دغه خرڅې شوې ډلګۍ ته يي د افغان ولس د غولولو لپاره يوه دروغجنه ډرامه جوړه کړه او څو لوي مطبوعاتي شعارونه يي ورکړل .
الف : ډيموکراسي : په لومړي سر کې د پرديو د رارواني ډرامي غټ ټکي په هېواد کې د ډيموکراسۍ منځ ته راتګ وو تر څو د ټولو خلکو حقوق سره مساوي شي ، ښځو ته دفتر ته د تلو اجازت او په هر ډول سياسي چارو کې د فعاليت زمينه برابره شي تر څو وکولی شي چې په افغانو ښځو کې هم داسې بې حيايي او فحاشي عامه کړي چې له زړونو يي افغاني غېرت ، ايمان او حيا وباسې يوه بې کلتوره ټولنه رامنځ ته کړي ځکه له هغوي سره دا ويره وه که اسلامي امارت همداسې په خپو ولاړ او مخکې روان وي نو هسې نه چې بيا په افغانستان کې ښځينه قشر د ملالۍ په روحيه وروزل شي .
ب : د بيان ازادي : دا هغه پوچه او تشه ډونډوره وه چې استعمارچيانو د دې په وسيله په اولس کې داسې مفکوره وشيندله چې څوک څه وغواړي کولې او وېلې يي شي .خو کله چې صليبي استعمار په واک کې راغې نو د خلکو ستوني يي داسې وچ کړل چې د غږ د وېستلو توان ونلري او دومره خلک ويریږي چې روا ته روا او ناروا ته ناروا نه شي وېلې او که څوک د دوي له خوښې خلاف خوله خوځوي نو ددوی په اصطلاح د ترورستانو له انډيوالانو څخه دي حتی تر دې چې د مسلمانانو د ديني مقدساتو په بشپړه توګه سپکاوي روان دي په قران ملنډې وهل کېږي ، کاريکاتورونه نشريږي ،خو که د دې په خلاف څوک غږ اوچتوي نو ترورېست دی .
ج : د بشر حقوق : بله خبره چې ډېره په زغرده استعمارچيانو او د دوی ډنډورچيانو په واز کومې د بشر د حقوقو نارې وهلې ولې اوس ټولې نړې ته دا خبره ډيره څرګنده شوه چې ،دوی رښتيا د بشر د حقوقو پلويان دي او که د بشر د حقوقو لېلام ګر چې څرګندې نمونې يي د ګوانتانامو ، بګرام ، قندهار او نورو زندانونو کې د بنديانو سره سلوک او همدارنګه په ملکي وګړو بې شمېره بمبارۍ دي چې بلاخره ټولې توطيي او دروغ يي نړیوالو ته ښکاره شول .
د : انتخابات : همدارنګه يي د ټاکنو په نوم يوه تشه او جعلي لوبه هم روانه کړه چې غوښتل يي خپل کېنول شوي ګوداګي ته يوه غولونکې جامه ورواغوندي او خلک د ټاکنو په نوم په دې قانع کړي چې دا ستاسو حکومت دی او ستاسو په خوښه ټاکل کېږي؛ خو دغه پردۍ او جعلي پروسه يي هم د خارجیانو په خوښه وه د افغانانو خوښې ته هيڅ ونه کتل شول .
صليبيانو غوښتل چې دبمونواوډالرو په زور سره خپل هغه وحشي هدفونه ترلاسه کړي چې له پخوانه ورته تږي وو، چې هغه دمسلمانانوکمزوري کول اواسلامي هيوادونه ترخپل واک لاندي راوستل وو ؛خو اوس په اسلامي خاوره کې داسلام داتلومجاهدینولخواپه داسې ستونزه اخته دي چې د ځان د خلاصون لارې ورنه ورکې دي .امريکاپه لومړيو ورځو کې داسې نه وه انګېرلې چې له دومره ستونزو اوکلک مقاومت سره به مخ شي او نه يي دا خبرې يادې وې چې د کفارو په مقابل کې د مجاهدو افغانانو حوصلې لوړې دي ارادې يي نه ماتېدونکې دي هر ډول ستونزې ګاللی شي .نو ټولې نړۍ په ډېر وياړ خپلو لښکرو ته له تيارسۍ وروسته دې خاورې ته د راتلو امر وکړ،خو اوس ټولي نړۍته خپله ماتي او د امريکا دروغجن پلانونه ثابت شول .نو ټوله نړۍ ورنه خفه او ورځ په ورځ يي له دوستۍ لاس په سر کيږي ، اشغالګروته چې کله دا معلومه شوه چې د اسلام په وړاندې نور مقاومت نه شي کولی ،اوپه دې هم وپوهېدل چې کله هم خپلو ناروا اهدافو ته نه شي رسېدلی نو په داسې ناروا کړنو يي لاس پوري کړچې له اسلام ،قانون، اوانسانيت نه خلاف بلکه حيوانات لاپه داسي کړودخپل څښتن لخوارټل کيږي چې ښکاره بيلګي په بې ګناه اولس بې شمېره بمباري ، وژل او د کورنو نړول دې ، چې پکي په سلهاووتنه ماشومان،ښځي اوعام خلک په ډيرظلم او وحشت شهيدان شول ، اوکورونه يي له خاوروسره خاوري شول ، په دي کي هيڅ شک نشته چې له ټولي ورځي بمباروروسته دبخښني غوښتنه داپه ډاګه کوي چې داکاريي بي ځايه بي هدفه اويواځي دمسلمانانودزوريدااودخپل فرعونيت دڅرګندوالي په خاطرترسره کړیدی .
په پاي کي له ټولو صلیبي یرغلګرانوپه ځانګړي ډول دکابل ادارې له خرڅ شویوچارواکوڅخه غوښته کوم چې يوڅه خوداخپل ګريوان ته سرونه ټيټ کړئ اودااحساس وکړئ چې ولي دنړۍ کافران دډالروپه بدل کي ورځني هغه اصل جوهرلکه ايمان ،اسلامي غيرت ، پت اوعزت اوخپلواکي وړي ، اويواځي په مقابل کي شرمندګي دکفاروغلامي سرټيټي اوناکامي اونه زائيليدونکي ذلالت ورپه برخه کيږي ا وبس ، آياداوحشي قواوي به دنړۍ هيوادونوته دهمدي خپلوناروااوبي انتهاء ظلمونودترسره کولولپاره همداسي په ارزانه قيمت ورداخليږي ؟ ولي څوک دخپلي دفاع حق نه لري ؟ دخپل اسلام اوپاک دين پت اوعزت اوابرودبي ځايه کيداپه خاطرقرباني نشي ورکولاي ، چې دپنځوورځودژوندپه قرباني کولوسره ورته په دنيااواخرت کي ستراووياړمن بري ورپه برخه شي
ژوندي دې وي مجاهدين ژوندي دي وي د اسلام غازيان او ژوندي دې وي د خدای د دين خادمان
ابوبلال