غزل
یو څوک راغلی دی د کور په دروازه کې پروت دی
نه ملنګ نه دی په وچ زور په دروازه کې پروت دی
ستونی يي ټپ دی بس د لاس په اشارو لګيا دی
دلته مې پلار هلته مې ورور په دروازه کې پروت دی
مورکۍ ېې مړه ده د بابا په وينو سرې جامې يي
په ژړا سر ماشوم نسکور په دروازه کې پروت دی
هغه د پړانګ او پانډ کيسه ده په کې ګېر راغلو موږ
سره مې انګړ کې ګرځي تور په دروازه کې پروت دی
یا به مونږ وخوري يا به دی پکې له ژونده خلاص شي
مودې يي وشوې سړيخور په دروازه کې پروت دی
پېغـــــــــــــله شهيده ده زلمو سرونه ټيټ نيولي
نظامي څومره لوی پېغور په دروازه کې پروت دی
سیدعبدالله نظامي /اسداباد
یادښت: د شعر د لغمان په الینګار کې ديوی خونړۍ پېښې په تاثر لیکل شوی
12.12.2009
- سمیع الله تړون
دشتې ليلې ! ورور مې رالېږې که نه ؟ زړه دې سېزې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟د خدای دنيا کې بل څوک هېڅ نه لرم سوال مې منې ؟ ورور مې رالېږې که نه ؟
دشتې ليلې ! دا اتم کال رابر شو زه مې د ورور په انتظار ناسته يم هره ګړۍ ، هره شېبه شمارمه زړه پر بلۍ ، سترګې پر لار ناسته يم
دشتې ليلې ! درته قسم ک...
22.12.2009
- سمیع الله تړون
صليبيان د څه لپاره راغلل
داشغالګروپوځونوبې کچې ظلمونو ته په کتوسره به داخبره بي ځايه نه وي چې داسره شين سترګي وحشي پوځونه نه داچې زمونږ هيوادته دسولي اوامنيت لپاره راغلي دې ، بلکه دوئ هغي تاريخي دښمنۍ چې له مسلمانانوسره يي له پخوا راهیسي لري زمونږ د هېواد او نورې اسلامي نړې اشغال ته هڅولي دي تر څو د مسلمان امت خپلوا...