د جدي شپږمې کابل په وينو ولمباوه

د افغانستان تاريخ او تېرو کارنامو ته که سړی وګوري دا غريب او د تل لپاره د پرديو په خوښه او د شاه شجاع د بچو په لاسونو ربړول شوی هېواد دا په ګوته کوي چې زمونږ سرلوړي ولس تل د پرديو په مقابل په هر مېدان کې په کلکه دفاع کړې ده د کريملين سړيخواره په خپل هغه شوم او ناشونی هدف کې پاتې راغلل چې غوښتل يي د دې خاورې تام اختيارات خپلو ګوتو ته راولی او په دې خاوره د خپلې خوښې کسان واکمن کړې چې د دې ناروا زياتي د اور لمبو ته هغه وخت لمنې ووهل شوې چې د محمد ظاهر شاه د واکمنې په موده کې سردار محمد داود د لومړي وزارت څخه ګوښه شه او پر ځای يي ډاکټر محمد يوسف د هېواد د لومړي وزير په ټوکه وټاکل په افغانستان کې ټولو سياسې ډلګيو ته د فعاليت تامه اجازه ورکړل شوه چې د نورو ګوندونو تر څنګ د خلق ديموکراتيک ګوند د وخت څخه په استفادې خپل فعاليت توند او ګړندی کړ څه موده وروسته ورڅخه يوه بله ډلکۍ بېله شوه چې د پرچم په نوم وپېژندل شوه چې د مشرۍ په سر ېې د ميراکبر خېبر او ببرک کارمل تر منځ يوه پټه تنازعه روانه وه په ۱۳۵۲ کال سردار محمد داود يوه سپينه کودتا وکړه او د افغانستان شاهي نظام په جمهوري نظام بدل شو

سردار محمد داود چې د کمونستو ډلګيو په همکارۍ د کابل واکداره چوکۍ نيولې وه نو د هغوی سره يي خپله انډيوالي نوره هم وغزوله او  د کورنيو چارو وزارت يي په ورين تندي وروبښلو هغوی د وخت نه

ګټه پورته کړه او که د خپل ګوند غړي يي په الف او ب هم نه پوهېدل خو چې ګوند ته په ګټه وو په لوړو چوکيو يي وټاکل کمونستو ډلګيو غوښتل چې د افغانستان په پاکه او سپېڅلې خاروه هغه څه تحميل کړي چې د روس يرغلګر ښکيلاک يي ورپه ګوته کوي خو داودخان يي په دغه ډول پټو طوطيو  لا د مخه خبر و

نو همدا وو چې کمونستان يي د قدرت څخه وغورځول او عربي هېوادونو ته يي پښې وغزولې  کمونستو ډلګيو چې د داودخان دغه ترخه څپېړه په مخ وخوړه نو هغوی هم ورنه په قرار پاتې نه شول او په خپلو بډو يي ګوتې ووهلې تر څو وکولی شي چې د داودخان نظام له منځه يوسي او د مشرۍ شمله په خپلو سرونو وتړي خو داسې شمله چې د خپل ملت په پلورلو يي ګټلي وي

کمونستې ډلګۍ په دې وتوانېدې چې د خپلو روسي بادارانو ملاتړ او همکاري تر لاسه کړي او د داودخان په  سر خاورې وډبوي نو د يوې بدمرغې کودتا له تر سره کولو وروسته يي د ماښام په ۷ اوو بجو جنرال قادر او اسلم وطنفروش د راډيو تلويزيون له لارې د سردار داود د وژل کېدو او د خپلې منحوثې او بدمرغې کودتا د برياليتوب ډنډوره وغږوله او نورمحمد تره کی د ريس جمهور په صفت وټاکل شو د خلق او پرچم کمونست ګوندونه چې د روسي مشاويرينو لخوا په يو محور څرخېدل نو همدا وو چې ببرک کارمل يي د صدراعظم په صفت وټاکه حفيظ الله امين چې د قدرت سره زياته علاقه ښوده نو داسې کارونه يي وکړل چې د تره کي او کارمل څخه يي قدرت خپلو ګوتو ته راوړ او هغوي يي خوشې د ايرو په ډېران پرېښودل امين د قدرت د ګټلو په لوبه کې دومره مخکې ولاړ چې د تره کي په سر يي خاورې وډبولې او کارمل ورنه په يوه ترخه منډه د کريملين ليونو ته ځان خلاص که او د هغوي هم ورباندې زړه وسوزېده او د امين د مرګ لپاره يي ورته په شريکه سينې وډبولې څرنګه چې امين په امريکا کې زده کړې کړې وي او د ( کی ، جي ، بي ) ورباندې سم باور نه و نو ټول روسې چارواکي د امين د نسکورولو لپاره يوه خوله شول امين د ( ۱۲۰۰) هغه بنديانو د شهادت ليست د زندان په دېوال راځوړند کړ چې په وينو يي د امين لاسونه سره وو خو ددې کرغېړن عمل تور يي په تره کي وروتاپه او غوښتل يي چې مجاهدينو ته ځان پاک او سپېڅلی وښايي خو مجاهدين چې له پخوا نه په مورچو کې ګوته په ماشه ناست وو په دې بې ځايه چاپلوسيو ونه غولېدل او خپل مقاومت ته يي نور هم دوام ورکړ په کابل کې د روسيي استازي او د سياسي چارو مسول جنرال فوزانوف  په روسيه کې اندريکوزيروف ته خبر ورکړ چې د امين لينګي ګړبېدلي

نو همدا و  چې د چهارشنبې په ورځ د روسيې زغروال فوځ د خپلو شوبلو مخې د کابل لوري ته راوګرځولې او د پنجشنې په ورځ چې د جدي د شپږمې نېټې سره سمون خوري روسي ځواکونو د کابل کوڅې ګزو ګام کړې او د ۸۵۰۰۰ کسيز لښکر په زور يي خپل ګوډاګيان په کابل مسلط کړل کله چې روسي ځواکونو په کابل کې د خپلو شوبلو په زور خپل بړيڅي ځای پر ځای کړل د ډېرو بې ګناه مسلمانانو وينې يي توی کړې چې زياتره يي تر اوسه هم نادرکه دي کمونستانو او د هغوی بادارانو غوښتل چې په داسې کړنو سره به مجاهدين وويروي او کمزوري به يي کړي خو د خدای د حقې وعدې په برکت دغه پلاستيکي رژيم هم دړې وړې شو او باداران يي هم داسې در په در شو چې تر اوسه هم خپل شلېدلی ګرېوان نه شي

ګنډلی انقلاب کامياب شو او مجاهدينو کابل ونيو

خو د مجاهدينو له دغې تاريخي بري وروسته مسلمان امت ته غټې او پټې ستونزې پاتې شوې چې يو يي  د مجاهدينو په نوم د روسي روزل شوې ډلګۍ وې او بل  د بهرنيو استعمارچيانو لخوا د مسلمان امت د ځپلو لپاره ترتيب شوي پلانونه وو چې په نتيجه کې افغانان په خپل منځي جګړو اخته کړل د کار سړي ووژل شول وطن کنډواله شو اقتصاد صفر ته راکوز شو هغه وسلې چې د مجاهدينو لاسته ورغلې وې له منځه ولاړې چې غربي استعمارچيانود همدې حالت تمه کوله .

خو د اسلام يو شمېر ويښ زامن چې دغسې ګډوډ حالات يي نور نه شو زغملی مېدان ته يي د طالبانو د اسلامي تحريک په نوم راودانګل او د خپلې قربانۍ په برکت يي د هېواد واګي په لاس کې واخيستل او د اسلامي شريعت قوانين يي پلي کړل غربي سړيخواره له روسي استعمار نه دومره په ويره کې نه وو لکه د اسلامي امارت نه چې يي کومه وېره درلوده هغوی دا فکر کاوه چې د دې امارت سره داسې يو روحاني قوت موجود دې چې هيڅ ډول وسايل او ځواکونه يي نه شي ماتولی نو د ټولې نړۍ صليبيانو يي د له منځه وړلو هڅې پېل او خپل شوم اهداف يي هماغه د روسانو په لاس روزل شوي ډلګۍ او يو شمېر بې ضميره انسانانو په لاس لاسته راوړل امارت  د دوی به اصطلاح مات شو خو دوی په دې نه پوهېږي چې دا خو د خدای له خوا په مسلمانانو يو امتحان او د ريښتيني مسلمانانو د موندلو لپاره يو غوره چانس دې ځکه د امارت تر وخته هر سړي خپل ستونی د زنده باد او مرده باد په نارو پړسولی وو او دا به يي وېل چې مونږ مجاهدين يو خو د امارت له ړنګېدو وروسته يي اکثره د پرديو د لاس الې شو او ډېر کم هغه انسانان چې دوی ته خدای ګران دی او دوی په خدای ګران دي د هغې خبرې د ريښتيا کېدو  لپاره چې جهاد به تر قيامته جاري وي راووتل د خپل سر مال او اولاد خيال يي ونه ساته يوازې ورسره د خدای د دين د اوچتوالي ارزو وه د داسې يرغلګر ښامار مخې ته ودرېدل چې ځان يي د دې دور فرعون باله او چا يي په وړاندې د اف ويلو جرأت هم نه کاوه او په خپله مېړانه يي دغو راغلو ښکېلاکګرو ته داسې درس ورکړ  چې تر عمره به يي په ياد وي د خدای وعدې ريښتينې دي او بری به هم د خدای د د دين د مرستندويانو وي خو کله چې امتحان راځي د دې نه مقصد د پاک او پليت بېلول وي د خدای او د شېطان د لښکرو جداوالي پکې وي تر اوسه د اسلام په روحيه ځوانان شته او تر اوسه لا هغه مېندې نه دي مړې شوي چې خپلو زامنو  ټوپک په لاس او چانټه له ملا وتړي دا جهاد که د شرق سره وي که د غرب سره وي که له روسې سره وي که د امريکا سره او که د نړۍ د هر کافر سره وي دابه جاري وي او د اسلام دښمنان به د تل په څېر مات او شرمېدلي وي او مسلمانان به تل د داسې ورځو لکه د جدي شپږمه چې تر اوسه يي اثرات نه دي ختم په کلکه غندي او  محکوموي به يي .

نابود دې وي د اسلام دښمنان ژوندي دې وي مجاهدين او رپانده دې وي د اسلام دسپین بېرغ

 

ابو بلال