غزل
زه چې وژلمه کافر نارې مې ډېرې وکړې
د چا راويښ نه شو ضمير نارې مې ډېرې وکړې
ما خوب ليده چې ګيدړان د زمرو ښکار ته راځي
چې ورله ومې کړ تعبير نارې مې ډېرې وکړې
د ازادې مينه په دې ولس کې نه ده پاتې
د فلسطين او د کشمير نارې مې ډېرې وکړې
ما د صليب له لاسه سره ککره قام ته يوړه
په چا يي ونکړ تاثير نارې مې ډېرې وکړې
ما لا دمخه درته وېل اختره مه رادرومه
زه لا اخته يمه په وير نارې مې ډېرې وکړې
دا د تړون چغې به خامخا منزل ته رسي
د الجهاد او د تکبير نارې مې ډېرې وکړې
سميع الله تړون
20.11.2009
- سمیع الله تړون
ټپه ايزې
د یار غمونه ټول په زړه وړم
زه يي په سترګو کې خواږه وړم
کله به بد کله به ښه وړم
زما قبول دی که هر څه وړم
په سر نرۍ لوپټه نه وړم
درنې درنې خبرې ستا د دادا وړمه
«&la...
03.12.2009
- سمیع الله تړون
صليبيان په افغانستان کې څه لوبې کوي ( څلورمه برخه )
دا د هغو پليتو صليبي ځواکونو د ظلمونو بېلګې دي چي زمونږ په بې ګناه او مظلومو هېوادوالو يي کوي
او زمونږ یو شمېر خرڅ شوي هیوادوال ګونګه ژبه ،پټې سترګی او کاڼه غوږونه بې احساسه شپې تیروی او ددې غم ورسره نشته چي دیهودو دښمنی له ټول مسلمان امت سره ده او هيڅوک يي دوست کیدلی نه شي
نو نور يي په تشو وعدو مه دوکه کیږۍ او د خپل مسلمان امت په فکر کي شۍ...