ټپه ايزې
د یار غمونه ټول په زړه وړم
زه يي په سترګو کې خواږه وړم
کله به بد کله به ښه وړم
زما قبول دی که هر څه وړم
په سر نرۍ لوپټه نه وړم
درنې درنې خبرې ستا د دادا وړمه
«««««««««««««
د دېواله په سر ولاړې
سترګې دې سرې دي ولې ژاړې
په تور ټيکري کې ځان رانغاړې
اوس لټوه راپسې شاړې
کډې مې تورو غرو ته لاړې
راپسې ژاړي ستا د کلي چنارونه
«««««««««««««
اوس رانه هېر نن او پرون دی
سر مې خپل ايښی په زنګون دی
دا څه سپېره سپېره ژوندون دی
کړی مې غم سره تړون دی
که زه خبر وای چې بېلتون دی
ما به د يار سترګوته ډېر کتلي وونه
««««««««««««««
خدای مې ليدلی خوب رښتيا که
تا مې زړګی تالاوالا که
وايه په څه بانه دې غلا که
له بې وسۍ مې ځان رسوا که
که داسې بل ګذار دې راکه
د زړه په وينو به مې رنګ کړې دېوالونه
نظامي /اسداباد