غزل

دا خلک وايي کېږي د چا غېږه کې خوبونه

خو ما ته څنګه نه راځي ستا غېږه کې خوبونه

په نورو شپه سحر شي خو په مونږ نه سبا کېږي

ستاسترګې کوي ياره زما غېږه کې خوبونه

چې ستا شومه جانانه نو په ځان کې پاتې نه شوم

ورک شوي مې د ټولې دنیا غېږه کې خوبونه

ټالۍ وهي د مینې په سندرو خمار ګرځي

جانان کوي زما ددعا غېږه کې خوبونه

ساده نظامي ياره وايه څه درباندې شوي

چې غواړې په مستۍ او نڅا غېږه کې خوبونه

سېد عبدالله نظامي /اسداباد