فكري جنګ

اول مطلب

تعريف او پېژندنه

دادم عليه سلام له وخته تر اوسه په انسانانو کې ځانګړي نظريات او فکرونه وجود لري ځينې يي له بشري فطرت سره ملګري او ځينې نور بيا دشېطان له مغزو څخه سر چينه اخلي ددې فکرونو او نورو فکرونو تر منځ کله دتورو جګړه او کله بيا سړه جګړه رامنځ ته شوي او رامنځ ته کېږي ، دفکري جنګ معنی همدا ده چې دوه جګړه مار اشخاص ، ډلې تنظيمونه ، مذهبونه او دينونه ديه او بل ذهنونه ښکار کړي اود هغوی  فکرونه په داسې ډول جوړ کړي چې ددوی له خپلې حقې يا باطلې مفکورې سره سمون ولري  او يا په بل عبارت دنورو فکرونو ته خپله عقيده او مفکوره د ډول ډول وسائلو له لارې ورسوي او دهغوی دقانع کولو لپاره ټولې هڅې په کار واچوي ددې جنګ مېدانونه ، وسايل او هدفونه له عسکري جنګ سره توپير لري ددې جنګ وسلې دتمدن او پرمختګ سره دنورو وسلو دپرمختګ په څېر په وړاندې تللې دي دعسکري جنګونو په مېدان کې چې کېمياوي او اتومي وسلې رامنځ ته شوې په فکري جنګ کې هم لدې څخه خطرناک وسايل او اسباب رامنځ ته شوي دي داوسنۍ زمانې ټول ډلييز نشراتي وسائل پدې جنګ کې په کار بوخت دي .

ددې جنګ درسني پېل کېدو وخت په هکله دپوهانو ترمنځ اختلاف شته خو زما په خيال دا جګړه هغه وخت دمقابلې لپاره استعمال شوه چې اسلام دښمنه ځواکونه داسلامۍ خلافت دځواک په وړاندي په عسکري ډګرونو کې له ماتي سره مخامخ شووهوکې هغه وخت چې اسلامي خلافت دنړۍ تر ټولو ځواکمن او برلاسی ځواک وو دخلافت دسقوط لپاره چې څه عسکري جګړې داسلام دښمنانو وکړې هغه ټولې ددوی په ناکامۍ تمامې شوې نو ځکه يي دفکري جنګ درسمي کولو لپاره ګړندۍ هلې ځلې پېل کړې او په همدې حنګ کې دوی وکولای شول چې مسلمانان له ماتي سره مخامخ کړي دهمدې جګړې زخمونو مسلمانان بې هوشه ويده کړي دي دا جنګ دمختلفو دينونو او فکرونو تر منځ روان دی خو ټول باطل فکرونه داسلام دمقابلې لپاره په دې جګړه کی يو صف ولاړ دې ټولو خپل هغه وسايل چې دفکدي جنګ لپاره استعمالېږي اسلامي نړې ته متوجه کړي دي ټولو دفکري جنګونو ميدان دمسلمانانو ذهنونه ، فکرونه او عقايد ګرځولي دي شپه او ورځ د مسلمانانو د مغزونو دمينځلو او دخپلو نظرياتو دکرلو لپاره کار کوي ،

هو اسلام ترينه مينځي او خپل فکر پکې کري همدې جنګ ته زياتو پوهانو د ( فکري جنګ ) نوم ورکړی دی په دې معنی چې : دمخالف لوري فکر ښکار کړای شي او خپله عقيده دهغوی په مغزونو کې پېچکاري کړي پدې ځای کې مونږ هغه فکري جنګ څېړو او تر بحث لاندې يي نيسو چې اسلام دښمنو داسلامي نړۍ پر ضد پيل کړيدي  خو دا خبره له اوس نه بايد ووايو چې فکري جنګ له لومړی مرحلې څخه په ټولو قدمونو کې څېړل له امکان څخه وتلې خبره ده په همدې ترتيب داسلامي نړۍ په هر ګوټ کې لدې جګړې څخه ځان خبرول او په زور او زېر سره بيانول کوم اسان کار نه دی يواځې حکومتونه او لوي لوي نړېوال مو سيسات دا کار کولای شي مونږ  يوازې دومره غواړو چې نمونې مثالونه او ځينې واقعات او حالات دمثال په څېر تر څېړنې لاندې ونيسو په همدې ډول فکري جنګ ټول اهداف او وسائل بيانول له امکان څخه لرې خبره ده دهمدې په خاطر زيار باسو چې د فکري جنګ داهدافو او وسايلو څخه څو مثالونه او نمونې وړاندې کړو تر څو همدا مثالونه دټولو اهدافو او وسائلو تمثيل وکړي او په همدې کار سره دا خبره په ښه ډول څرګنده شي چې غالب په مغلوب باندې خپله نظريه او عقيده وروتپي او مغلوب دزمانې په تېرېدو سره دغالب عقيده په لاشعوري ډول سره مني او له خپلې اصلي عقيدې څخه تېريږي او مغلوب دا کار ددې په خاطر کوي چې :

الف : د غالب له ظلم څخه ځان وژغوري او په نړۍ کې يواځې پاتې نشي .

ب : تر څو د غالب له لوري ګټې راجلب کړي او دفثر له کندې څخه ځان وباسي :

ج : او يا ددې په خاطر چې د لويانو پېښې وکړي او ځان دهغوی په کتار کې ورګډ کړي تر څو دوی هم دلويانو دجملې څخه وشمېرل شي .

د : او يا خو يواځې په ړندو سترګو تقليد کوي ، نوی کار ورته ښه ښکاري او خپله عقيده ورته زړه او بې اهميته برېښي .

همدا ټکي د افغانستان داوسنئ جګړې په دوران کې له ورايه معلومېږي ، مختلف ګوندونه ، افراد او شخصيتونه هر يو له بهر څخه دبېلا بېلو موخو او اهدافو دتر لاسه کولو لپاره په فکري جنګ ګمارل شوي دي او يا په بل عبارت په افغانستا کې اوسنی اخ او ډب  د بهرنيو هېوادونو د فکر او مذهب  دفکري جنګ يو مثال دی افغاني ګوندونه او يا ځينې افراد دهغوی لپاره ځکه کار کوي چې پورتنيو نقطو څخه يی يوه او يا ټولې په نظر کې نيولي دي همدې ډول کشمکشونو ته فکري جنګ ويل کېږي او دعقايدو ، مذهبونو ، افکارو او او نظرياتو ادلون بدلون صورت نيسي ځينې ګټې کوي او ځينې زيانونه او ګټې هم په دوه ډوله دي ځينې اخروي ابدي او ځيني بيا دنيوي موقتي ګټې کوي .

 

سیدحبیب شاکر