د شهيد ثواب  او د شهادت بهتري

يقينا الله (ج) ټول غوره عملونه خلکوته بيان کړي، په دغو اعمالو کې يي جهاد او د الله (ج)  په لار کې جنګ تر ټولو بهتر عمل ګرزولى دى او  په جهاد کې يي شهادت ته ډيره اوچته مرتبه ورکړي او د جهاد تر نورو ټولو عملونو يي بهتر ګرزولى او هم يي غټ ثواب پوري خاص کړى؛ له براء بن عازب (رض) څخه روايت ده: يوکس چې پوره سلاح ور سره وه پيغمبر (ص) ته راغى او وي ويل: اى د الله (ج) پيغمبر (ص) جنګ وکړم، او که مسلمان شم؟ پيغمبر (ص) ورته وفرمايل:» أسلم ثم قاتل« اول مسلمان شه  او بيا جنګ وکړه ، نو مسلمان شو، او بيايي جنګ وکړ، او شهيد شو ، پيغمبر (ص) وفرمايل:» عمل قليلا وأجر كثيرا« ‌(١)ليږ عمل يي وکړ، او ډير اجر ورکړى سو .

او پيغمبر (ص) د شهيد په حق کې فرمايلي دي:» إن للشهيد عند الله سبعة خصال يغفر له في أول دفعة من دمه و يرى مقعده من الجنة ويأمن الفزع الأكبر و يجار من عذاب القبر ويوضع على رأسه تاج الوقار، الياقوتة منه خير من الدنيا وما فيها ويزوج بإثنين وسبعين من الحور العين ويشفع لسبعين من أقربائه« (٢)  يقينا د شهيد لپاره د الله (ج) په دربارکي وو٧ امتيازه دي [١] له اول څاڅکي د وينو سره ګناهونه وربښل کيږي [٢] اوپه جنت کې د اوسيدلو جاى يي ورليدل کيږي  [٣] او د قيامت په ورځ به له هغه لويي ويري بي غمه وي [٤] او د قبر له عذاب څخه به خلاص وي [٥] اوپه سر به يي د عزت تاج ورښودل کيږي چې يوياقوت به يي تر ټولي دنيا او څه چې په دنيا کې دي بهتروي    [٦] اودوه اويا [٧٢] د جنت حوري به ورپه نکاح کيږي [٧] او د خپلو اويا[٧٠] خپلوانو لپاره به يي شفاعت قبليږي .

وګورئ هغه څوک چې جنت غواړئ! هغوامتيازونو ته چې الله (ج) د شهيدانو لپاره تيار کړي  دي کوم چې ليږ مخکي ياد شول.  په يو حديث شريف کې چې له انس (رض) څخه روايت ده راغلي دي: چې پيغمبر (ص) وفرمايل : » ما أحد يدخل الجنة يحب أن يرجع إلى الدنيا وله ما على الأرض من شئ إلا الشهيد يتمنى أن يرجع إلى الدنيا فيقتل عشر مرات لما يرى من الكرامة «(١) هيڅ جنتي به دا نه خوښوي چې بيرته دنيا ته راوګرزي او څه شى چې په مخ د زمکي دي دا ټول د ده وي پرته له شهيده چې هغه به دا غواړي چې بيرته دنيا ته راوګرزي، او لس ځله د الله (ج) په لارکې ووزل شي؛ د هغه کرامت له جهته چې الله (ج) شهيد ته ورکړى اويوبل روايت کې د "من الکرا مة" په جاى » لما يرى من فضل     الشهادة «  راغلي دې معنى د شهادت د هغه فضيلت له جهته چې ويني يي.

 بلکه څوک چې د شهادت په غوښتلو کې کوشش او جهاد کوي الله (ج) دهغه لپاره ته درجي تياري کړي دي؛ ځکه له ابي هريره (رض) څخه روايت ده: چې پيغمبر (ص)  وفرمايل: » إن في الجنة مائة درجة أعد ها الله للمجاهدين في سبيل الله ما بين الدرجتين كما بين السماء والأرض «(1)يقينا په جنت کې سل درجي دې الله (ج) د مجاهدينو لپاره تياري کړي دي، د هرو دوو درجو په منځ کې لکه له زمکي تر آسمانه دومره مسافه ده .

مسلمانه وروره! چې د مجاهد همدا درجي دي نو ستا د شهيدانو په در جو څه ګمان ده؟ چې هغوى به له صديقانو، او انبياؤ عليهم السلام سره وي بي شکه د هغوى درجي ډيري اوچتي دي . له مسروق رحمة الله تعالى عليه څخه نقل شوى ده: چې موږ له عبدالله بن مسعود (رض)  څخه د لاندي آية په هکله وپوښتل } وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ { [ آل عمران١٦٩] ترجمه: هيڅ ګمان مکوه په هغو کسانو چې په لار د الله (ج) کې وزل شوي چې هغوى به مړه وي بلکه هغوى ژوندي دي، د هغوى د پروردګار(ج) په نزد دوى ته روزي ورکيږي. عبدالله بن مسعود (رض) وويل: چې موږ د دي آيت په هکله له پيغمبر (ص) وپوښتل پيغمبر (ص)وفرمايل:                »أرواحهم في جوف طير خضر لها قناديل معلقة بالعرش تسرح من الجنة حيث شاءت ثم تأوي إلى تلك القناديل فأطلع إليهم ربهم إطلاعة فقال: هل تشتهون شيئا؟ قالوا: أي شئ نشتهي ونحن نسرح من الجنة حيث شئنا ففعل بهم ثلاث مرات فلما رأوا أنهم لن يتركوا من أن يسألوا قالوا: يا رب نريد أن ترد أرواحنا في أجسادنا حتى نقتل في سبيلك مرة أخرى فلما رأى أن ليس لهم حاجة تركوا« (١) د هغوى روح ګاني به د زرغونو مرغانو په جوجورو کې وي ، د دوى د اوسيدلو لپاره به په عرش پوري ځوړندي (ځالي) د څراغونو په شکل کې وي  د جنت په هرجاى کې چې يي زړه غواړي څريږي به (منظره به کوي) او بيرته به هغو څراغونو (ځالو) ته راګرزي او يو ځلي به د دوى پروردګار (ج) ور ته راښکاره شي، او ورته ووبه وايي: چې تاسي څه شئ غواړئ؟ هغوى به ووايي: موږ به نورڅه غواړو؟ په داسي حال کې چې د جنت په کوم جاى کې چې زموږ زړه غواړي ګرزيداى شو، الله (ج) به درى ځلي دوى سره دا سوال جواب وکړي، کله چې دوى پوه شي چې بي غوښتلو د کوم شئ نه پريښودل کيږي، نو دوى به ووايي: اي الله (ج) موږ دا غواړو چې زمونږ ارواح ګاني بيرته د موږ جسدونو کې ننه باسي، د دي لپاره چې موږ د تا په لارکې يو ځل بيا ووزل شو، کله چې دا ښکاره شي چې دوى څه شي ته ضرورت نه لري پريښودل به شي.الله (ج) لا مخکې په هر څه عالم د ى خو له دې سوال جواب سره خپله دهغوى له خولى دا خبره راوزى چې دوى حاجت نه لرى.

  شهيد په هميشه بي زواله نعمتونو کې ده، له دي سره سره الله (ج) د ده ټول ګناهونه مخکي له دي چې جنت ته ننوزي وربښي او درجي يي ور لوړوي؛ له عبدالله بن عمرو بن عاص (رض) څخه روايت ده: چې پيغمبر(ص) وفرمايل:»يغفرالله للشهيد کل ذنب الا الدين (١)«الله (ج) شهيد ته ټول ګناهونه وربښي، پرته له پوره.  الله (ج) هغه مال چې د کوم کس په شهيد پور وي نه وربښي، او له ابي قتادة (رض) څخه روايت ده: چې پيغمبر(ص) دموږ په منځ کې پاڅيدو، او دا خبر يي بيان کړه چې د الله (ج) په لار کې جهاد اوايمان تر ټولو اعمالو غوره دې، نو يو کس پاڅيدو او وي ويل: اي رسول الله !دا راته ووايه که زه د الله (ج) په لار کې ووزل شم ګناهونه به مي وبښل شي؟ پيغمبر(ص) ور ته وفرمايل : » نعم إن قتلت في سبيل ا الله و أنت صابر محتسب مقبل غير مدبر « هو  ګناهونه به دي وبښل شي که ته ووزل شي دالله (ج) په لارکې په داسي حال کې چې ته صابر، د ثواب غوښتونکى،په مخه روان وي او دښمن ته شا اړونکى نه وي. بيا پيغمبر (ص) ورته وفرمايل: » كيف قلت « تا څنګه سوال وکړ؟ هغه وويل: ماته بيان وکړه که زه د الله (ج) په لار کې ووزل شم ګنا هونه به مي ووبښل شي؟ پيغمبر (ص) وفرمايل: » نعم وأنت صابر محتسب مقبل غير مدبر إلا الدين فإن جبريل عليه السلام قال لي ذالك « (1)هو وبه بښل شي که ته ووزل شي په داسي حال کې چې ته صابر، د ثواب غوښتونکى، په مخه روان يي، شااړوونکى نه يي ټول به وبښل شي پرته له پوره چې په شهادت نه  بښل کيږي ځکه اوس ماته جبرئيل u دا خبره وکړه

الله (ج) په خپل فضل او احسان او کرم سره د شهيدانو ټول ګناهونه وربښي پرته له پوره چې هغه نه بښل کيږي، او که پور حق د الله (ج) واى هغه به يي هم شهيدانوته ور بښلى واى خو هغه حق د بندګانو دى، څوک چې د جهاد اراده لري ورته ضرور ده چېدهرچا پورکه ورباندي وي هغه خپلو مالکانو ته ورکړي ترڅو چى  په غاړه يي هيڅ پور پاته نشي. له شهيد څخه په دوو حالونو کې پور اداء کيږي [١] الله (ج) د قيامت په ورځ د شهيد پور پري کوي که دى نوموړى د اداء کولو اراده لري خو عاجز وي مال نلري يا بل عذر ورته پيښ وي [٢] چې مجاهد شهيد شي او د پور د اداء کولو وخت لا نه وي راغلى. د پيغمبر (ص) سنت دا وو چې د کوم مړي په ذمه به پور وو د جنازي لمونځ يي نه ورباندي کول څو چې به هغه اداء نه کړاى شو، او يا به دمړي کوم خپلوان ، يا بل کوم مسلمان به د هغه د اداء کولو ضمانت وکړ


 


 متفق عليه .(١)

 رواه الترمذي وأحمد وابن ماجة .(٢)

 متفق عليه (١)

رو اه البخاري. (1)

 رواه مسلم .(١)

 رواه مسلم.(١)

 رواه مسلم .(1)