ټپه اييزې

 

سره مرچکي به مې رانجه کړم

چړې به خښې په خپل زړه کړم

په پنجابي به ځان واده کړم

د کاکا زوی به مې ونه کړم

چېرې به ما ورته لالا ويلي وينه

 

په نري رنځ واوړې ناجوړ شې

چپه کاکل دې سپين شه ، زوړ شې

په تورو خاورو باندې موړ شې

په اېشېدلې ګولۍ سوړ شې

ما ته دې ټول عمر دروغ ويلي دينه

 

کړمه تلوار د راتلو ورځ ده

څارمه لار د راتلو ورځ ده

د نوبهار د راتلو ورځ ده

نن مې ديار د راتلو ورځ ده

د چرګ په ځای به ورته ځان حلالومه

 

ساه مې بيا لنډه لنډه کيږي

چې کوم قيامت رانازليږي؟

خدايه د زړه درد مې زياتيږي

ګلاب چې مړاوی شي وچيږي

سترګې چې مړاوې شي دنيا تباه کوينه

 

ځان دي په توره بلا ګير کړ

په خپل ژوندون دې اور چاپير کړ

ګل پيښور دې له زړه هير کړ

سپرلی دې پاس په کابل تير کړ

په ژمي راغلې سلامت غواړې ګلونه

 

اوزګار اوزګار چې ګرځيدلې

سترګي دې هم نه شرميدلې

زړه مې ښيرې درته کولي

شولې دې ولي نه کرلې

سږنی کال مي د واده وه تير به شينه

 

نبيله غزل ، پيښور