تاته نيمګړی نظم
بيا مې دزړه دنېا خرابه شوله
بيا مې ګرېوان کې ېوه تڼۍ نشته
اوس ېوه ورکه تلوسه لټوم
اوس مې مزه د زندګۍ نشته
ما د تورتم لمنې وشلولې
زه په رڼا پسې راووتلم
اوس به څلور کونجه دنيا لټوم
زه چې په تا پسې راووتلم
ستا دروغجن تصوير چې راغی راته
دا کائنات راته بدل ښکارېدل
ټوله دنيا راته شاعره شوله
راته هر څه غزل غزل ښکارېدل
ما ورته ټوله شپه کيسې کولې
خو ستا تصوير خبرې نه کولې
جېلوانه بيا مې څه ګناه کړېده
راته ځنځير خبرې نه کولې
اوس دې نامه زړه پورې کلکه نيسم
په کتابونو کې دې ګورمه اوس
د پسرلو لارې مې ونيولې
په ګلابونو کې دې ګورمه اوس
ګلابي مخ دې په پرده کې ساته
چې په غرمو درنه خراب نه شي
زما زړکی به پرې زره زره شي
چې پاڼې پاڼې دا ګلاب نه شي
دلوټ باران کميس دې مه اغونده
چې پسرلې درسره جنګ ونکړي
زړه خو مې هسې هم بې لارې دې اوس
دا لېونې درسره جنګ ونکړي
که ته جامې زما په خوښه اخلې
زه درته زېړه مرينه اخلمه
د هندوستان مېرو ته ځان اوباسم
درله دنور يوه چينه اخلمه
د نور نه ډکې د رڼا ملکې
ته په اورونو باندې خپې مه ږده
د چا دمېنې ځاله ورانه نه کړې
د چا په زړونو باندې خپې مه ږده
زه مې دزړه په ژبه نه پوهېدم
تا مې دزړه ترجمانې وکړله
سم له دوذخه دې راووېستمه
په ما دې ښه مهربانې وکړله
له هغې ورځې چې مې وپېژندې
په کاېناتو کې بدلون وېنمه
وجود مې نوې وېنه جوړه کړله
اوس مې خېالاتو کې بدلون وېنمه
د کوه قاف دغره وړې ښاپېرۍ
چرته زما له مېنې تېره نه شې
زما د زړه ازار دې ونه وهې
دترابان ګوتو کې ګېره نه شې
زما اواز زما د زړه اواز دې
تا مې په زړه باندې لاسونه اېښې
کلې دې چاته څه وېلې نه شم
ځکه مې خوله باندې لاسونه اېښې
زما شاعرې ښاپېرۍ ملګرې
زه دې والله چې خپل وجود ګڼمه
زه دې نامه له خولې نه نه اوباسم
زه دې دعا زه دې درود ګڼمه
ما دې د مينې صنوبر وګڼه
او زما ښکلې ګل اندامه يي ته
د چا نظر دې روغه تېره نه کړي
څومره نازکه څومره خامه يي ته
پام چې په زنه دې خال ونه وهې
د سبا ستوری به خفه شي درنه
زړه مې بيا ستا د ليدو وس نه لري
دغه کمزوری به خفه شي درنه
ته د ډيوې په شان بلېږې جينۍ
ځکه شمال درپسې لارې څاري
زما په زړه چې دې ګذار کړی و
اوس يي وبال درپسې لارې څاري
په ما دې داسې بلا چل کړی دی
زلمی سړی اومه ماشوم دې کړم
د زړه کيسې اوس چاته نه کومه
څومره سخي اوم څومره شوم دې کړم
بېګاه مې بيا په خوب کې وليدلې
دا ځل دې بل ډول تصوير راکړ
زما د زړه مهار کولو ته دې
له خپلو زلفو جوړ ځنځير راکړ
زه دې پخپله خبر کړی يمه
چې ځانله بل ډول ملګری ګورې
زما دشعر تنور کې اور بلوې
د مړو ايرو منځ کې بڅری ګورې
پوهېږم زړه دې څومره ډېر درزيږي
زما دمينې انګازه ده پکې
دغې جنت ته به ضرور درځمه
زما لپاره دروازه ده پکې
راشه ګلاب مې شه تازه به دې کړم
زه د رڼو اوښکو شبنم لرمه
نوره دنېا په بلا نه وهمه
خو ېو داستا دمېنې غم لرمه
دژوندانه په دې تاوده سفر کې
راشه په دغه لاره مل مې شه
بېرته د شعر کلې ته کډه وړمه
راشه شاعر مې که غزل مې شه
سمیع الله تړون / اسداباد/۲۰۰۹/۷/۲۲