رياضي

بېګا په درې بجو راويښه شومه
ستا د جفا له درده خوب نه راته
سبا مکتب کې ازموينه د رياضي هم لرم
ما وې راځه لږه خواري وکړه رياضي ياده کړه
د تناسب په فارمولونو فيصدي ياده کړه
د انټروال ، حدود ټاکل زده کړه ، جذرونه زده کړه
څه قوانين د مساوات ، څه طاقتونه زده کړه
په همدې هيله چې دې غم هير کړمه ، ياد دې هير کړم
ډيوه مي بله کړه ، کتاب مې د رياضي راواخيست
کتاب مې پرانيست، د کتاب پر دې لومړۍ پاڼه کې
د دغې علم د ( غرض ) تر سرليک لاندې يې ليکلي ول چې
(( د ژوند په چارو کې انسان له غلطۍ نه ساتي ))
زړه مي خوشحاله شو ، ډاډه شو ، ساه مې واخيستله
ما ويل چې اوس خو به حتمن محاسبه کوومه
ستا د جفا او د دې خپل قران وهلي زړګي
د زغم او صبر او وفا مقايسه کوومه
کتاب مې بند کړ سپينې پاڼي مي راواخيستلې
محاسبه مې د لومړۍ ورځې له سره پيل کړه
چې ستا جفا ، خپلې وفا لره حدود وټاکم
او دا حدود بيا د رياضي په انټروال کې بند کړم
د زړه وفا مې مثبت لايتناهي وخته
او ستا وفا بيا منفي لايتناهي پلو ته زور کوه
چې د رياضي علم په دي حال کې عاجز پاتې شو
ويل يې : لايتناهي په انټروال کي بنديدلی نه شي

مطلب: زما دغه پوښتنه حلولی نه شي
*********
بيا مې ويل ، ځه خير دی پروا نه کوي بل چل کوم
دا ځل نسبت معلوموم د خپلې مستې خندا
او ستا له لوري د خوږو ، خوږو کتو تر منځه
خپلې خنداوې خو مې جمع کړې خو هی افسوس چې
ستا د خوږو خوږو کتلو عدد صفر وخوت
چې د رياضي علم په دي حال کې عاجز پاتې شو
ويل يې : هېڅ عدد په صفر څوک ويشلی نه شي
مطلب: زما دغه پوښتنه حلولی نه شي
**********
بيا مې ويل، ځه ! خير دی پروا نه کوي بل چل کوم
دا ځل مې خپلې دعاګانې ، ستا ښيرې ټولې راټولې کړلې
ما د مکتب په لاره هر سهار او هره غرمه
چې درته غږ کړی په ( جان ) مې رابللی يې
يعنې يوه اونۍ کې دولس ځلې
ستا له نامه نه صدقه شوې ، ګرځيدلې يمه
خو تا زما د هر يو ( جان )  په بدل
راته څلور ځله ( بلا ، مرګ او وبا ) ويلې
چې د اونۍ شمېر يې اته څلويښت شو
ما غوښتل وشمارم چې څو ځل دې د ورځې راته
په اضافي ډول ( بلا ، مرګ او وبا ) ويلي
نو مې اته څلويښت له دولسو نه منفي کړل
چې منفي شپږ ديرش يې جواب وخوت
نو منفي شپږ ديرش مې تر ( جذر مربع ) لاندې کړ
تر څو معلومه کړم چې څو ځل دې د ورځې راته
د مکتبه په لار ( بلا ، مرګ او وبا ) ويلي
چې د رياضي علم په دي حال کې عاجز پاتې شو
ويل يې : منفي عدد هېڅ جذر مربع نه لري
مطلب : زما دغه پوښتنه هيڅ معنا نه لري
*******
بس فيصله مې وکړه
چې زه له دې نه پس رياضي نه وايم
ځکه رياضي د ژوند حساب معلومولی  نه شي
سر به مې ګنګس او له مغزو نه به مې خلاصه کړي
زما د زړه يوه پوښتنه حلولی نه شي
د محبت محاسبو باندې هېڅ نه پوهيږي
دې مجهولاتو ته فارمول پيدا کولی نه شي

نبيله غزل ؛ پيښور