غزل
درته کوم یوه خبره ښکلوم دې ځکه
ویرېږه مه د زړګي سره ښکلوم دې ځکه
اواز دې ټپ شو د زړګي غمي دې اور اخيستی
لکه غزل لکه سندره ښکلوم دې ځکه
پردو لښکرو پسې بیا له کوره ووتلو
درنه دعا غواړم خېبره ښکلوم دې ځکه
جوړ کړی تا دی د جانان په شونډو چک لګوي
لاس دې راپورته که زرګره ښکلوم دې ځکه
د ډول درزا ده توره شپه او د پېلوزو رڼا
شور اورم بیا له هر کمره ښکلوم دې ځکه
واخله چې څومره مینه اخلې دادې وخت دی ګرانه
لاس راکوه تر بل اختره ښکلوم دې ځکه
نظامي / اسداباد