تصوير او قبر
چوپه چوپتيا ده
چوپه چوپتيا ده
خاموشي ده
زموږ د کور د دېواله شا ته
د کلي لويه هديره
د اوړي لمر په سره غرمه کې
په سوزونکو وړانګو
دومره ګرمه کړې
لکه سره تبۍ ، يا سره د تناره غاړه
د اور بڅري له اسمانه اوري
د هديرې په دې نېژدې څنډه کې
د شنډې ، وچې کلکې ونې لاندې
د شينکي قبر سر ته
يوې کم اکلې جينۍ
لاسونه لپه دې نيولې او له خدايه مرامونه غواړي
زموږ د نورو سهيليانو په شان
د خپلې خوښې د ځلمي د ښکلو سترګو تمام عمر ديدنونه غواړي
الله !!!
څومره کم اکله ده
څومره نادانه ده
د چم له کونډو ، زړو ښځو نه به دې هم اوريدلي وي چې
د دې شهيدې پېغلې
په قبر
د هرې پيغلې د زړګي خبرې خدای اوري
هره دعا يې مني
خو دا کم اکله جينۍ
د کوم ځلمي شاعرانه او جذباتي خبرو
دروغجنو ژمنو
ساحرانه او جادوګرو
ډراماتيکو کيسو
په غبرګو سترګو ړنده کړې ده چې
د دې شهيدې پيغلې
د شينکي قبر سر ته
د پرخچې کاڼي تر څنډې لاندې
نيم ننوتی تصوير هېڅ نه ويني
********
خاموشي ده
زموږ د کور د دېواله شا ته
د کلي لويه هديره کې
د شنډې ، وچې کلکې ونې لاندې
زما د ګل غوندې تنکۍ سهېلۍ
پر شنه وښين قبر
يو عجيبه غوندې تصوير پروت دی
يو پرخچه تيږه په څنډه د تصوير ايښې ده
د شمال د غلو له ويرې
********
دغه عجيب تصوير هماغه تصوير
کوم چې زما همدې شهيدې او دنيا ته برق نيولې انځورګرې سهېلۍ ملګرې
د خپل شهکار هنر په مټ د تخيل په مرمرينو ګوتو
د خپل ژوندون په دې وروستيو شپو کې
کښلی و
او له وصيت سره يې سم
د شينکې قبر سر ته
ايښودل شوی دی
********
د دې عجيب ، غريب تصوير بلا خبرې زده دي
بلا رازونه وايي
که څوک يې ولولي معنا ترې واخلي
د ژوندون لارې ته رڼا ترې واخلي
تصوير په ګونګه ژبه
ډېرې خبرې کوي
خو ،،، ای ارمان چې د دې قبر سر ته
دغه کم اکله جينۍ
د کوم ځلمي
دروغجنو
ساحرانه خبرو داسې کڼه کړې ده چې
د تصوير چغې نه اوري
******
تصوير..........
يوه عجيبه معما .............
تصوير .....
د بې څېرې انسان
د تصوير نوره څېره هم د دې تصوير په شانتې ګونګه پاتې
خو..........
د تصوير شوي انسان
ويښتان
د هلکانو په شان
تصوير ...............
د هندسې په مسقيم خط باندې
په مکمله توګه
نيمايي شوی دی
د تصوير يو اړخ ډېر ښکلی دی ، په ښکلو او رڼو رنګونو
په ژيړو ، سرو او ګلابي رنګونو
زړه تخنوي ، زړه ته سکون زړه ته قرار ورکوي
د تصوير بل اړخ
په وحشتناکو تکو تورو ډاروونکو افتي رنګونو
په بانجاني رنګونو
بدرنګه شوی دی
چې په ليدو يې
د زړګي وينه وچه وچه شي ، وحشت يې واخلي
وډار شي
******
دا چې په قبر يې
لاسونه لپه دې نيولې او له خدايه مرامونه غواړي
زموږ د نورو سهيليانو په شان
د خپلې خوښې د ځلمي د ښکلو سترګو تمام عمر ديدنونه غواړي
په دې خبره نه ده ، نه پوهيږي
چې :
د دې تصوير نقاشه
همدا شهيده او دنيا ته برق نيولې ..........
ارمانجنه .........
ځوانيمرګه جينۍ خپله ده
نبيله غزل ، پيښور