ګډ غزل
خفه کیږه مه جانانه زما مينه درسره ده
درته وايمه يي ګرانه زما مينه درسره ده
ای زما د زړه پرهره ، محبت پسې رنځوره
خدای دې مه کړه بې درمانه زما مینه درسره ده
دا د اور بڅري یاره تر مونږ نه شي رسېدلی
هيڅ ويرېږه مه له چانه زما مینه درسره ده
شاته مه راګوره یاره ټکنی به شې تورتم دی
زه به مخکې شم له تانه زما مینه درسره ده
دا د زړه غمی مې یاره که هر څومره قېمتي دی
درکومه يي ارزانه زما مینه درسره ده
تاته سل قسمه وکړم خوباور دې په ما نه شي
نه پوهېږې بې قرانه زما مینه درسره ده
سيپارې او اياتونه ، راته زده لکه اوبه دي
ستا د سترګو له ګردانه زما مینه درسره ده
د بيلتون دبلا بو دی لاس مې رپي خوله مې رپي
زړه يې ويستی دی له ما نه زما مینه درسره ده
په تڼاکو پښو درشم په ويرجنو سترګو راشم
څومره ورک یمه له ځانه زما مینه درسره ده
ستا هر پل زما په سترګو زمونږ چم ته ستړی مه شې
خدای دې مه کړه سرګردانه زما مینه درسره ده
تور ښامار د تهمتونو توره شپه ده زړه مې رپي
یمه ډېره پرېشانه زما مینه درسره ده
دا یوه خبره وکه د ښامار دې لاس ازاد وي
ته زما يي مومن خانه زما مینه درسره ده
که په دې شرط مې ورک شوی امېل بېرته راکوې نو
دادی وايمه قربانه زما مینه درسره ده
که مې خیال ته غزل راشي نو ضرور به ورته وایم
څه دې راوړه له اسمانه زما مینه درسره ده
زما ستا په لور سجده ده دا په کوم کفر اخته یم
راته ګران يي له ایمانه زما مینه درسره ده
رڼاګانې درته اخلم یو دزلفو تار دې راکه
زه چې ځم تر هندوستانه زما مینه درسره ده
زه چې ځمه زړه مې نه ځي تاته بېرته راستنېږي
پام چې ته نه شې روانه زما مینه درسره ده
د ازل په ورځ مې کړی د غزل په نوم تړون دی
مخکې ځه د شعر کاروانه زما مینه درسره ده
تړون او ملګری