رمضان د الله مياشت
محمد يوسف اصلاحي
د رمضان روژه د اسلام دريم رکن دي، په قرآن کريم که نه يوازې د روژې پر نيولو امر شوي، بلکې د هغې آداب او احکام هم پکې بيان شوي دي او د رمضان د عظمت او اهميت پر اسبابوهم روښنايي اچول شوې ده.
د رمضان المبارک فضايل
الف د قرآن په رڼا کې: په قرآنکريم کې د رمضان د عظمت او فضيلت دري وجهې بيان شوې دي.
۱. د قرآن کريم نازليدل: د رمضان د فضيلت او عظمت لپاره يوازې دا خبره کافي ده چې په دې کې الله تعالي د هدايت وروستني کتاب نازل کړي دي، حقيقت دا دي چې که انسانيت د هدايت له سرچينې نه بې برخې واي نو د هستۍ دا ټوله کارخانه به د لمر د روښنايۍ او ستورو او سپوږمۍ له په زړه پورې رڼا سره سره بيا هم خړه پړه او تورتم وه، په کفر او الحاد، شرک او ګناه کې لالهانده انسان به د ځنګل له ځناورو نه هم ډير بد واي. قرآن کريم د دې ځمکې پر مخ د هدايت او روښنايۍ يوازينۍ سرچينه ده، څوک چې له هغه څخه محروم شي نو يقينا له هدايت او خير څخه بې برخې دي.
۲. ليلهَ القدر: هغه شپه چې الله تعالۍ له زرو مياشتو څخه غوره بللې ده په همدې مياشت کې ده.
۳. د روژې نيول:الله تعالۍ د دغه ستر عبادت لپاره دا مياشت مقرره کړې ده.
د همدې فضايلو پر بنسټ رسول الله صلۍ الله عليه وسلم دې مياشتې ته (د الله مياشت) په ويلو سره دې ته د الله لوري ته د نسبت کولو شرف وربخښلي دي. او له ټولو مياشتو نه يې غوره بللې ده.
ب: د حديثو په رڼا کې:رسول الله صلي الله عليه وسلم د رمضان د عظمت او برکت بيانولو په ترڅ کې وفرمايل: کله چې د رمضان لومړۍ شپه راځي نو شياطين او سرکښه پيريان تړل کيږي او د دوزخ ټولې دروازې تړل کيږي، يوه دروازه يې هم خلاصه نه پاتې کيږي، د جنت ټولې دروازې پرانيستل کيږي او يوه يې هم تړلې نه پاتې کيږي او د الله تعالۍ منادي آواز کوي چې اي د خير غوښتونکيه بيړه وکړه! او اي د شر غوښتونکيه ودريږه! او دا آواز د رمضان په هره شپه کې تکراريږي.( ترمذي، ابن ماجه)
له عباده بن صامت (رض) څخه روايت دۍ چې رسول الله وفرمايل : د رمضان مبارکه مياشت پر تاسې راتلونکې ده، هغه مياشت چې الله تعالي تاسې په هغې کې په خپلو نعمتونو او پيرزوينو کې رانغاړي، خپل رحمت پر تاسې نازلوي، ګناهونه مو بښي او دعا ګانې مو قبلوي، الله تاسې ته ګوري چې څرنګه پدې مياشت کې په طاعت او عبادت کې يو له بل سره مسابقه کوي او د پرښتو په وړاندې پر تاسې باندې وياړي، نو تاسې هم الله ته خپلې نيکۍ وړاندې کړﺉ، ځکه بد بخت او شقي هغه دي چې پدې مياشت کې د الله له رحمت څخه بې برخې وي.
حضرت سلمان رض له رسول الله ص څخه روايت کوي چې هغه د شعبان په وروستۍ ورځ، له رمضان څخه يوه ورځ وړاندې، د رمضان او روژې په فضيلت کې پرمحتوا خطبه وړاندې کړه او ويې فرمايل: اي خلکو! پرتاسې باندې يوې سترې او برکتناکې مياشتې سيورۍ کړي دي، په هغې کې يوه شپه ده چې له رزو مياشتو څخه غوره ده، الله تعالي د دې مياشتې د ورځې روژه پر تاسې فرض کړې ده او د شپې لمونځ ېې نفل ګرځولي دي.څوک چې پدې مياشت کې الله تعالي ته د نږدې کيدو لپاره نفل عبادت وکړي نو الله د نورو مياشتو د فرضو په شان ثواب ورکوي او څوک چې پکې يو فرض ادا کړي نو الله تعالۍ ورله د نورو مياشتو د اويا فرضو اجر ورکوي.دا د صبر مياشت ده او د صبر بدله جنت دي، دا د همدردۍ مياشت ده، هغه مياشت چې د مومن روزې پکې زياتيږي، څوک چې پدې مياشت کې روژه تي ته روژه ماتي ورکړي نو ګناهونه يې بښل کيږي او له جهنم څخه خلاصون مومي او د روژتي په اندازه اجر ورکول کيږي پرته لدې چې د روژتي په ثواب کې کمښت راشي.وويل شول يا رسول الله! زمونږ هر يو د دې توان نلري چې روژه تيانو ته روژه ماتي ورکړي( نو څرنګه له دغه ثواب څخه برخمن شو؟) ويې فرمايل: که چيرې روژه تي ته يوازې اوبه او خرما هم ورکړي نو دا ثواب تر لاسه کولاي شي.هغه وړاندې وفرمايل: هر څوک چې روژه تي موړ کړي نو الله تعالي به يې د قيامت په ورځ زما له حوض څخه داسې موړ کړي چې جنت ته تر ننوتلو پورې به هيڅ تږي نشي. دا هغه مياشت ده چې لومړۍ برخه يې رحمت، منځنۍ يې مغفرت او وروستنۍ يې د دوزخ له اور څخه خلاصون دي.څوک چې پدې مياشت کې له خپل خادم او کارګر سره آساني وکړي نو الله تعالي به يې وبښي او له جهنم څخه به نجات ورکړي. ( بيهقي)
د رحمت پيغمبر په بل ځاي کې فرمايي: که چيرې بنده ګان پوهيدلاي چې په رمضان چې څومره خير او فضيلت پروت دي نو خامخا به يې هيله کړې واي چې کاشکې ټول کال رمضان واي. (صحيح ابن خزيمه)
د روژې مانا:
روژې ته په عربي کې صوم يا صيام وايي چې مانا يې له کوم څيز څخه منع کيدل او ځان ساتل دي او د شريعت په اصطلاح کې له روژې نه مراد دا دي چې بنده له صبح صادق نه تر لمر لويدو پورې له خوراک، څښاک او جنسي عمل څخه ځان وساتي.
د روژې اهميت:
د قران کريم شهادت دي چې روژه په ټولو آسماني شريعتونو کې فرض وه . د دې مانا دا ده چې روژه د انساني نفس له روزنې سره ځانګړي تړاو لري. د زړونو په تزکيه کې طبيعي او فطري ډول لاس لري بلکې لا داسې ښکاري چې د تزکيه او روزنه اصلا پرته لدې پوره کيدلاي نشي او بل هيڅ عبادت د هغې بدل نشي کيدلاي، د هغې د اهميت د روښانه کولو په لړ کې رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې له شرعي عذر او ناروغۍ څخه پرته د رمضان المبارک يوه روژه هم وخوري، که وروسته ټول عمر روژه ونيسي بيا هم د هغې تلافي نه کيږي.( ترمذي، ابو داود) يعنې د رمضان د روژې خير او فضيلت او اهميت دا دي چې که يو غافل بنده په قصدي توګه د رمضان کومه روژه وخوري نو د دغه محرومتيا او زيان تلافي د ټول عمر په روژه نيولو سره نشي کيدي که څه هم چې په کفارې سره يې قانوني قضايې تر سره کيږي.
د روژې مقصد:
د روژې حقيقي مقصد دا دي چې په بنده ګانو کې تقوا پيدا شي:
کتب عليکم الصيام کما کتب علي الذين من قبلکم لعلکم تتقون.( بقره ۱۸۳) تقوا په اصل کې د هغه اخلاقي جوهر نوم دي چې د خداي له ويرې او محبت نه پيدا کيږي، د خداي په ذات باندې ايمان او د هغه د رحمت، کرم، فضل او احسان د صفت له ژور احساس نه د محبت جذبه را پيدا کيږي، د هغه د قهر، عتاب او عذاب د صفت له شعوري تصور نه د ويرې جذبه را ټوکيږي او د محبت او ويرې همدغه قلبي کيفيت تقوا ده چې د خير د ټولو اعمالو سرچينه او د ټولو بدو اعمالو نه د رابنديدلو حقيقي ذريعه ده. ټوله ورځ پر لپسې څو ساعته د خپلو انتهايي ضروري خواهشاتو نه ځان ساتل په بنده کې دا اثر پيدا کوي چې هغه انتهايي عاجز او بې وسه او واقعي مجبور او محتاج دي. هغه د ژوندانه يوې سا اخيستنې لپاره هم د الله تعالې فضل او کرم ته اړمن دي، او چې خپل ځان د الله تعالي د نعمتونو نه پوره برخمن ويني د محبت له ولولو نه سرشاره شي نو کله چې د خپلو انتهايي قوي او هيجاني خواهشاتو نه د يوازيتوب په هغو کونجونو کې هم را بند شي چيرته چې د الله نه پرته د بل هيچا نظر نه پرې لګيږي نو له دې نه د خداي ويره او هيبت احساس پخوالي ته رسيږي او پر زړه يې د الله د لويوالي او عظمت سيورۍ داسې خپريږي چې بيا د ګناه له تصور نه هم رپيږي.
حقيقي روژه:
خو د روژې دا حقيقي مقصد هغه وخت تر لاسه کيدلاي شي چې روژه په پوره احساس او شعور سره ونيول شي او له ټولو هغو مکروهاتو ځان وساتل شي چې روژه بې روحه کوي، حقيقي روژه هماغه ده چې بنده پکې خپل جسم، روح ، زړه او حواس د الله تعالۍ له نافرمانۍ څخه وساتي او د نفس هره بده غوښتنه تر پښو لاندې کړي.رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: کله چې روژه نيسي نو لازمه ده چې خپل غوږونه، ژبه، لاس او نور ټول غړي الله تعالي ته د ناخوښو اعمالو څخه وساتي. ( کشف المحجوب) بل ځاي فرمايي: څوک چې د روژې نيولو سره سره له دروغ ويلو او پر دروغو عمل کولو څخه بند نشو، نو الله تعالي د هغه وږي تږي اوسيدلو ته هيڅ احتياج نلري.
د روژې فضيلت:
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: د بنده د هر عمل اجر له لسو نه تر اووه سوه چنده پورې زياتيږي، مګر د الله تعالۍ ارشاد دي چې د روژې معامله بيله ده، هغه خو يوازې زما لپاره ده او همدا زه د هغې اجر ورکوم، بل ځاي فرمايي: د روژتي لپاره دوې خوښۍ دي، يوه د روژه ماتي پر وخت او دويمه د خپل رب سره د مخ کيدو پر وخت.
د روژه دار د خولې بوي الله تعالۍ ته د مشکو له بوي نه هم غوره دي، روژه ( دګناهونو څخه د بچ کيدو لپاره ) سپر ده، کله چې په تاسې کې څوک روژه وي هغه دې د بې حيا خبرو او شور نه ځان ساتي او که بل څوک ورسره جنګ جګړه کوي يا سپکې ستوغې ورته وايي نو ده له فکر پکار دي چې زه خو روژه يم.
د روژې فرايض:
له صبح صادق نه تر ماښامه پورې خاص د الله تعالې د رضا د لاس ته راوړلو په خاطر له خوراک، څښاک او جنسي اړيکو څخه ځان ساتل.
روژه پر چا باندې فرض ده؟
روژه پر هر عاقل او بالغ مسلمان باندې فرض ده ، البته ښځه بايد د حيض او نفاس په موده کې روژه ونه نيسي ، بلکې وروسته د هغې قضايي راوړي، که چيرې تکړه ، صادق او مسلمان ډاکتر د اميندوارو او هغو ښځو لپاره چې ماشومانو ته شيدې ورکوې، د روژې نيول د هغې يا يې د ماشوم لپاره زيانمن وبولي نو کولاي شي روژه ما ته کړي خو وروسته يې بايد قضايې راوګرځوي ، همدا راز هغه ناروغ چې روژه نيول يې د ناروغۍ د اوږديدو يا سختيدو لامل وګرځي او همدا راز هغه بوډا چې روژه نيول ورته ډير ستونزمن وي، کيداي شي روژه ماته کړي، که چيرې وروسته دا تمه کيدله چې هغه به روغ او صحتمند شي نو بايد ځنډ وکړي او چې کله روغ شو نو بيا دې قضايي راوړې او که يې د روغيدو تمه نه وه نو د هرې ورځې د روژې په مقابل کې بايد فديه ورکړي. د مسافر لپاره هم د روژې ماتول جايز دي.
د روژې سنتونه او مستحبات:
۱. د شپې په وروستۍ برخه کې پيشمني کول۲. د لمر له لويدلو نه په مطمين کيدلو سره پرته له ځنډ څخه روژه ماتول۳. په خرما يا اوبو باندې روژه ماتول۴. د روژه ماتي پر وخت دغه دعا لوستل: اللهم لک صمت و بک آمنت و عليک توکلت و علي رزقک افطرت( ابوداود) اي الله! ما ستا لپاره روژه ونيوله او پرتا مې ايمان راوړي او همدا ستا په راکړې روزۍ مې ماته کړله.
د روژې ماتونکي : خوړل ، څښل او جماع کول، که چيرۍ له دغو دريو څيزونو څخه يې هر يو په قصدي توګه او په رضا سره تر سره شي نو قضا او کفاره يې دواړه راوړل په کار دي
کفاره: دوې مياشتې پرلپسې روژه نيول او که د هغې توان يې نه درلود نو شپيتو مسکينانو ته خواړه ورکول.
د روژې په هکله نور مسايل:
۱. که چيرې له کومې ښځې سره په زور او جبر سره جماع وشي نو د هغې لپاره يوازې قضايي راوړل ضروري دي۲. د روژې له ماتونکو څخه هر يو عمل که چيرې په خطا او يا زور سره وي نو يوازې قضايي لازميږي ۳. که چيرې د روژې ماتوونکي اعمال په هيره سره تر سره شي نو روژه نه ماتيږي او قضايي يې هم ضرور نده۴. احتلام روژه نه ماتوي ۵. که چيرې د کوم جاهل کس په لمس، ښکلولو او يا استمنا سره مني خارج شي نو روژه ماتيږي او يوازې قضا يې لازم ده، خو که چيرې دا کار په خوب کې وشي او يا دا چې د شيطاني وسوسو له امله مني ووزي نو روژه نه ماتوي۶. قي که چيرې په قصدي توګه او په ډکه خوله وي نو روژه ماتوي او يوازې قضا يې لازم ده خو که چيرې قصدي نه وي که څه هم په ډکه خوله وي او يا دا چې قصدي وي خو په ډکه خوله نه وي نو روژه نه ماتوي۷. که چيرې د پزې افرازات او يا د ستوني بلغم تير شي نو که څه هم چې ښه کار ندي خو روژه نه پرې ماتيږي۸. په سترګو کې په رنجو اچولو او خوشبويي لګولو سره که څه هم د زينت لپاره وي نو روژه نه پرې ماتيږي ۹. مسواک وهل د رمضان په شپه او ورځ کې سنت دي که څه هم چې مزه يې احساس شي، خو د غاښو کريم د ورځې لخوا کارول جايز ندي ۱۰. د خپلې ښځو په لمس کولو او ښکلولو کې که مبالغه ونه شي او په ځان اطمينان ولري نو روژه نه ماتيږي۱۱. که چيرې تکړه طبيب ښځې ته د هغو داروګانو کارول چې د مياشتني عادت د ځنډيدو لامل ګرځي زيانمن ونه ګڼي نو کارول يې باک نلري ۱۲. د جنابت غسل که چيرې تر سهار وځنډول شي، که څه هم چې ښه کار ندي، خو په روژه باندې اغيږ نلري۱۳. روژتي بايد له ډيره خوب او ډيرو خوړو څخه چې د ناروغۍ او کسالت لامل ګرځي ځان وساتي چې دا کار د روژې د مقصد پر خلاف دي او هڅه وکړي چې د روژې څخه د کوښښ، زغم، صبر او استقامت درس زده کړي ۱۴. څومره به ښه وي چې روژتي د روژې له سپيڅلو شيبو څخه د اسلامي احکامو د زده کړې، د قرآن کريم د تلاوت، ذکر، نصيحت، او نورو ګټورو کارونو په کولو سره ګټه واخلي ۱۵. غوره ده چې د رمضان په مياشت کې د کورنۍ لګښت ته ځانګړې پاملرنه وشي او د دې ترڅنګ بې وزله انسانان هم له ياده ونه ويستل شي.
پوښتنه: څوک چې د تير کال قضايي روژې يې لا نوي نيولې او نوي روژه راورسيږي نو اوس قضايي روژې څنګه کړي؟
ځواب: د قضايي روژو ځنډول او تر بلې روژې پورې د هغوي پرېښودل ښه کار ندي خو که له چا څخه پاتې شي نو د نوي کال د روژې په رسيدو سره بايد د دې کال روژې ونيسي او وروسته هغه پخوانۍ روژې قضايي راوړي خو که ضعيف وي او د جوړيدو تمه يې نه وي نو بيا دې د قضا شويو روژو فديه ورکړي. چې د هرې روژې په مقابل کې دوه کيلو غنم، يا څلور کيلو اوربشې، خرما يا کشمش او يا هم د هغوي بيه ده.خو يوه خبره بايد تل په ياد وي چې قضا شوې روژې که هر څومره کلونه پرې تير شو نو نه ساقطيږي او بايد يې قضايي راوړل شي .
پوښتنه: که چيرې د روژې په جريان کې په يوه ښځه باندې حيض يا نفاس راشي، نو آيا هغه روژه ماتولاي شي؟
ځواب: هو! د دې ښځې روژه ماته ده که څه هم تر ماښامه څه ونه خوري او يا دا چې د ماښام نه څه وړاندې هم دغه حالت پرې راشي نو پدې دواړو حالتونو کې د هغې روژه ماته ده او قضايي يې لازمه ده. ځينې ښځې چې کله د روژې په جريان کې حيض ورته پيښ شي نو تر ماښامه پورې خوړل او څښل ناروا ګڼي چې دا لويه تيروتنه ده او دوي کولاي شي پرته له څه ستونزې څخه خوراک او څښاک وکړي.که چيرې کومه ښځه د ورځې به جريان کې له ناروغۍ څخه پاکه شوله نو بايد پاتې ورځ روژه ونيسي او بايد د دې تر څنګ د هغې قضايي هم راوړي.
د فطر صدقه:
د فطر صدقه عبارت له هغه واجب صدقې څخه ده چې د روژې د مياشتې په ختميدو سره لازميږي چې پر هر نارينه او ښځينه باندې لازم ده چې د خپلو اساسي اړتياوو څخه پورته د نصاب به اندازه سرمايه ولري. پدې کس باندې لازم ده چې د خپل ځان او کوچنيو ماشومانو له پلوه يې د زکات مستحقينو ته ورکړي. د فطر صدقه بايد د اختر له لمانځه څخه وړاندې ورکړل شي تر څو بې وزله کسان د اختر لپاره د خوراک،څښاک او جامو څه ضروريات برابر کړي. له همدې امله غوره دا ده چې له اختر نه څو ورځې وړاندې ورکړل شي. د هغې اندازه د فديې په شان ده.
و من الله التوفيق.