غزل

 

ستا عشق ته ټېنګيداى نه شي د زړونو ودانۍ

د   باد   په مخ  کې  څه وي  د گلونو  ودانۍ

اشنا  که سړي ډير دي عدالت دى هم  پکار

د  يوه  نيم  پاتي کيږي په  قبرونو ودانۍ

‌ظالم  به بيرته لاړشي خو طاقت  يې  ماتوم

وطن کې  موشته   ډيرې د برجونو ودانۍ

هر ښار کې يې د ښکلا شو  له ښاماره پاتي لال

هر   چا چې   ورانولې  د  قومونو   ودانۍ

نو خيال  به   د جلال   وايه  شپه چيرته  تېروي

که ورانې شوې دې ښارکې  ستا د پلونو ودانۍ. 

 

جلال (خپلواک)