غزل
شوګيرې لاړې په خوبونو دې راواړولم
د يار وصاله په خوندونو دې راواړولم
نور مې د غم د زړه په کور کې ګوزاره ګرانه شوه
ساقي میزبانه په جامونو دې راواړولم
هره ګړۍ دې د راتلو ورځې شمېرم له سره
د خپلو ګوتو په بندونو دې راواړولم
ودې غوښتمه خو په ور دې قبضه واړوله
په دنګو دنګو دېوالونو دې راواړولم
یو که مې چل د ماتولو د لوظونو زده کړ
خو بل په ډېرو قسمونو دې راواړولم
توبه توبه عشقه توبه د کبرجن له مينې
خوار شې دا څه په منتونو دې راواړولم
نصیبه نور د شاداب کار کې ګوتې څله وهې
ښه دې وزګار کړم په شعرونو دې راواړولم
شفیق الله شاداب /اسداباد