نظم

يو لېونی ملنګ سحر اوماښام

زمونږ دړنګ کلي په څنګ کې ګرځي

خاوند ته پخپله ښه پوهېږې

خلک دمه شو داپه جنګ کې ګرځي

 

زما دوطن دهغه خړو دښتو

ښکلي بازونه چا ښکاريانو يوړل

دبورو مېندو دشهيدو بچو

هډوکي غرونوته لېوانو يوړل

 

وطن مو لامبي دسرو وينو ډنډکې

رانه بېروج سنګ مرمر تالاشو

ددنګو غرونو له وچتو څوکو

رانه شينکي شينکي نښتر تالاشو

 

چا مو دپلار شمله سورۍ سورۍ کړه

ځينو په ژوند زمونږه لوبې وکړې

چا دملالې بېرغ ونړاوه

چا په مېوند زمونږه لوبې وکړې

 

وير دی ماتم دی ټول زلمي خښيږي

دټوپک ډزې دي خبرې نشته

ها چې خبرو يي جهان لړزاوه

هغه سپېڅلې شان ککرې نشته

 

ګودردتوروکاڼو کان جوړ شوی

سېلاب دکلي چنارونه وړي

ښاماره ولم دې رسا په تندي

زمونږ له غرونو دې لالونه وړي

 

ربه داتور غرونه دې ټول وسپړه

مونږ ته رڼه غوندې چينه پېداکړه

چې د بې وسو غږ په غور واوري

يوه له درد ډکه سينه پېدا کړه

 

ستا دمارانو له دوزخه توبه

مونږ دشرابو جنتونه غواړو

چې له هندارو نه جوړ شوي ربه

دښکلو پاکو حورو زړونه غواړو

 

مونږ په سرونو خاورې وشيندلې

بس دم ګړۍ له به باران راشي

دخټو سيمه کې نن دوړې نشته

کېداي شي کلي ته جانان راشي

 

خدايي به يو سپين سړی غېبي پېدا کړي

لکه يونس چې له دريابه وځي

مونږ بغاوت کوو چې نه يي منو

جنګ دې دسولې له کتابه وځي

 

ته ښه پوهېږې ددې ښار دښکلو

خدايه چې څنګ ورنه ښکلا اخلې

تا کړل پېدا له خپلې موره ښکلي

اوس په بدرنګ ورنه ښکلا اخلې

 

چې دې دنيا ته دې راولېږلو

ښکلی جانان درنه ضرور غواړو

ته مو يو بل سره کړه زړونه پېوند

مونږ درنه مينه او سرور غواړو

 

 سمیع الله تړون