غزل

لږه یوازې زندګي کوم چې څنګه کېږي

یاره د زړه سره سیالي کوم چې څنګه کېږي

مخکې خو یو رقيب زمونږ د مينې لارڅارله

اوس د ټول کلی دښمني کوم چې څنګه کېږي

ګل مخی یاره دومره زر خو دې مخ مه اړوه

هسې وړه غوندې مستي کوم چې څنګه کېږي

پرېږده چې پاتې خلک هم په دغه راز پوهه شي

په ځان پخپله ګواهي کوم چې څنګه کېږي

دا زړه کوم دمرور جانان په خوا ورځمه

ژوند کې دا یوه بې غېرتي کوم چې څنګه کېږي

د دې بې درده یار له مينې ستړی شوی یمه

زړه ته مې سوال کوم زاري کوم چې څنګه کېږي

د کلي خلک که هر څومره پېغورونه راکړي

نن خو يو غږ په نظامي کوم چې څنګه کېږي

 

سید عبدالله نظامي /اسداباد