ګلې ته يواځې نه يې 

ډېرې پېغلې وې زړې شوې

ورته خپل كور قتلګاه شو

تاندې هيلې يې كي مړې شوې

ګرانه! ته هم تنها نه يې

ستا په رنګه ډېر ځوانان دي

چي پياده او بې ملګرې

د ژوندون پر لار روان دي

زمااو ستا لاس يې تړلي

د رواج په زنځيرونو

ما او تا دواړه محروم يو

د خواږۀ عشق له جامونو

ما او تا به كوو دواړه

بغاوت په ضد د خپلو

ما او تا به كوو هڅه

د رواج د ماتولو

ځكه دا هغه رواج دى

چي نه دين دى، نه پښتو ده

نو بيا ولې دا وبا پر

كور خپره د پښتنو ده؟

===