درځئ چي مړ كړو اور له وطنه
زياتي جوړ نه كړو ګور له وطنه
نور را پرې نه ږدو پردي تورمخي
نور و نۀ باسو ورور له وطنه

***

ځئ را ستانه كړو وروڼه له جنګه
چي خپله خونه بيا نه كړي ړنګه
چيغه به وكړو او په اشر به
جوړه كړو مېنه، له مينې دنګه

***

راسره دوى كه تل دوښمني كړي
راسره وروڼه خپت(۱) په بدي كړي
موږ به تېره كړو د مينې توره
چي د دوى كركه وړ د مرګي كړي

***

چي خوشالۍ ته مو خلك اړ وي
تر دې به څومره د سزا وړ وي؟
نوم د خندا هم ورڅخه هېر دى
د تودو اوښكو يې تل باجړ(۲) وي

***

درځئ چي پرې كړو هغه لاسونه
چي راوړي كور ته زموږ اورونه
كندهار، كوټه، كابل به خاندي
نه پېښور كې به چوي بمونه

***

له امو واخلې، تر اباسينه
دوښمن اوبېږي زموږ په وينه
ناورين تر څو به زموږ مېلمه وي
مرو به تر كومه په داسې مړينه

***

ته كه هوس كړې په خپل لاهور كې
ما خو هم پرېږده ارام په كور كې
كه دي نيت كړى ضرور مي وژنې
ستا به هم سوځي كور په دې اور كې

 

 

                                                                                                                        باركوال مياخېل


(۱) خپت: اخته، ښكېل.  (۲) باجړ: ووړ باران، پسته اور.